د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د مسیدو جرګې د غلا، شوکې او نشيي موادو ضد جرګه کړې ده


کراچۍ کې د مسیدو جرګې د غلا، شوکې او نشيي موادو ضد جرګه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

د کراچۍ ښار په منګو پیر سیمه کې د غلا، شوکو او مخدره موادو د استعمال او خرڅلاو خلاف له تیرو څو ورځو راهیسې د مسید قام جرګه روانه وه چې د اپریل پر ۲۶مه پای ته ورسېده. د جرګې مشرانو مشال راډ‌يو ته وویل د ځوانانو د اصلاح، له بدو لارو د هغوی د مخنیوي او د ټولنې مثبت لوري ته د وړلو په موخه یې ځینې پرېکړې کړې دي. دوی وايي، دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د غلا او شوکو په ځینو پېښو کې د مسید قام د هلکانو نومونه هم مخې ته راغلي دي چې وروسته یې د ګرفتارۍ لپاره چاپې وهل شوي دي. بل پلو د سیمې لوړ رتبه چارواکو او پولیسو وخت په وخت مشال راډيو ته ویلي چې د غلو پر ضد یې په عملیاتو لاس پورې کړی دی او لسګونه کسان یې نیولي هم دي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې.

XS
SM
MD
LG