د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه او اوکراین د بې ځایه شويو ماشومانو پر تبادلې سلا شوي دي


د روسيې او اوکراین ترمینځ د بې ځایه شویو ماشومانو د تبادلې موافقه د قطر په مينځګړيتوب شوې ده. پخوانی انځور
د روسيې او اوکراین ترمینځ د بې ځایه شویو ماشومانو د تبادلې موافقه د قطر په مينځګړيتوب شوې ده. پخوانی انځور

روسیه او اوکراین د قطر په مينځګړیتوب هغه ماشومان تبادله کوي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس او فرانس ۲۴ خبري شبکو راپورونه ورکړي دي چې د کرېملېن د ماشومانو د حقونو کمېشنرې ماریا لوووا-بېلووا دا اعلان د اپرېل پر ۲۴مه په دوحه کې کړی دی.

د ماریا په وینا، دمګړۍ نېږدې ۵۰ ماشومان تبادله کېږي چې په هغوی کې به ۲۹ اوکراین او ۱۹ ماشومان روسیې ته ځي. نوموړې وویل، د ماشومانو د تبادلې موافقه په دوحه کې له اوکرایني لورې سره د خبرو پر مهال شوې ده.

بلخوا د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر ديميتري لوبېنیټس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، هغه د دغو معلوماتو پخلی نه شي کولای. نوموړي زیاته کړې چې کییف او مسکو په دې اړه کومه مستقیمه اړیکه نه لري.

د اوکراین یو شمېر ماشومان روسیې ته وړل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

په عین حال کې فرانس ۲۴ ټېلېوېژن خبر ورکړی دی چې د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۴مه ویلي، ۱۶ ماشومان چې پخوا روسیې ته اړول شوي ول، بېرته په قطر کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي. نوموړي د روسیې د هغې دعوې په اړه څه ونه ویل چې ګڼې ۴۸ ماشومان تبادله کېږي چې پکې به ۱۹ روسیې ته لېږدول کېږي.

کيیف باور لري چې په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین له یرغل راهیسې روسیې تر ۱۹،۰۰۰ زیات ماشومان په غیرقانوني ډول وړي دي چې تر اوسه یې ورڅخه څه کم ۴۰۰ بېرته سپارلي دي، خو د کرېملین د ماشومانو د حقونو کمېشنرې په دې اړه څه معلومات نه دي ورکړي چې دا ماشومان ولې په روسیه کې ول یا هغوی له کوم ځایه هلته ورغلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG