د خیبر ضلعې پولیس وايي چې پر یوې ودانۍ د چاپې پر مهال له وسلوالو سره په نښته کې یو ولسي وګړی وژل شوی او یو پولیس سرتېری ژوبل دی.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اپرېل پر ۱۹مه سهار د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) سرتېرو د اپرېل پر ۱۸مه ناوخته د ځینو مطلوبو ملزمانو د نیولو لپاره د جمرود په غونډي سیمه کې پر یوې ودانۍ چاپه ووهله چې هلته یې له وسلوالو سره نښته وشوه.
دی وايي چې په نښته کې د پولیسو یو سرتېری او یو ځايي اوسېدونکی ژوبل شول چې د پېښور حیات اباد کمپلېکس روغتون ته یې انتقال کړل.
چارواکی وايي چې ولسي وګړی امین شاه وروسته په روغتون کې ومړ. ده دا و نه ویل چې هغه ملزمان په کوم تور مطلوب ول خو زیاته یې کړه چې د وسلوالو لټون روان دی.
اخوا د امین شاه د کورنۍ غړي وايي چې د هغوی په ودانۍ کې هېڅ ملزمان موجود نه ول خو د سي ټي ډي سرتېرو ورباندې بې له اجازې چاپه وهلې ده او بې ګناه مشر یې وژلی دی.
د جمرود سیاسي او مدني فعالانو پېښه غندلې ده او له چارواکو څخه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.