د لاسرسي ځای

تازه خبر

بونېر کې په نښته کې ۲ پاکستاني‌ عسکر او ۱ مشکوک وسلوال وژل شوی دی


پاکستاني عسکر د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د عملیاتو پر مهال - انځور له ارشیفه.
پاکستاني عسکر د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د عملیاتو پر مهال - انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا په بونېر کې په نښته کې دوه پوځيان او يو مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل ۱۳مې تر پېښې وروسته په بيان کې ويلي چې په بونېر کې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو پرضد عمليات کول چې نښته وشوه چې پکې د يوې وسلوالې ډلې مهم غړی سليم رباني وژل شوی دی.

د پوځ په وینا، هغه وسلوال د ترهګرۍ په پېښو کې د لاس درلودلو له کبله مطلوب وو، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه له کومې ډلې سره تړاو درلود.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پوځ په بيان کې راغلي چې په نښته کې دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

تر اوسه پورې ازادو سرچینو د پوځ د دعوې تصدیق نه دی کړی او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

بونېر د خیبر پښتونخوا هغه ضلع ده چې پکې له کلونو راهیسې وسلوال فعال دي‌ او امنیتي ځواکونه یې پرضد وخت په وخت عملیات هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې لا زیاتې شوې دي. خو د پاکستان حکومت وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG