د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په حکومتي نظام کې د سېنېټ رول څه دی؟


د سېنېټ د انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ تالار د رایو په مرکز یا پولېنګ سټیشن بدل کړل شوی دی: انځور له ارشیفه
د سېنېټ د انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ تالار د رایو په مرکز یا پولېنګ سټیشن بدل کړل شوی دی: انځور له ارشیفه

د پاکستان سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري چې پکې له څلورو واړو صوبو څخه ۲۳، ۲۳ او له مرکز اسلام اباد څخه څلور سېنېټران ټاکل کيږي. د دې سېنېټرانو انتخاب د څلورو صوبايي اسمبليو او د قامي اسمبلۍ غړي کوي.

د سېنېټ غړي چې شپږ کاله کاري موده لري، هر درې کاله پس يې د نيمايې غړو لپاره ټاکنې تر سره کېږي. په سېنېټ کې د اکثريت له کبله يو ګوند د قوانينو په منظورولو يا ردولو کې لوی رول لوبوي.

پخوانی سېنېټر مشاهد حسېن وايي چې له پاکستانه د بنګلا دېش تر بېلېدو وروسته د د دې هېواد د ۱۹۷۳م په ایين کې د سېنېټ ادارې جوړولو ذکر شوی دی.

مشاهد حسېن د اپرېل په دوهمه مشال رېډيو ته وويل چې سېنېټ له دې کبله جوړ شو چې دا رنګ په کې د ټولو صوبو برابره نمایندګي وي او په ريښتونې مانا د وفاق علامت وي.

خو د ده په خبره په پاکستان کې د سېنېټ غړیتوب د سیاسي بلېک مېلېنګ او فنډونو راټولولو لپاره استعماليږي. نوموړي زياته کړه: "څو ورځې مخکې چا ټوقه کوله چې دا مهال د سېنېټ د غړيتوب څه نرخ دی؟ نو بل چا ورته په ځواب کې وويل چې ۳۰ کروړه روپۍ. ماته معلومه ده چې په ځينو سیمو کې الېکشن نه وي بلکې د سېنېټ د غړيتوب لپاره بولۍ لګېږي. نو څو ک چې د پيسو په زور داسې اداره کې کېني نو هغه کس او خپله د سېنېټ تقدس تر پښو لاندې کېږي."

دا وار د سېنټ په تاریخ کې په لومړي ځل په ۴۸ سېنېټرانو کې ۱۸ بغېر له مقابلې منتخب شوي دي چې په کې ۱۱ د بلوچستان صوبې او اووه د پنجاب صوبې دي.

په سېند اسمبلۍ کې سېنېټران بغیر له مقابلې ځکه منتخب شول چې د پاکستان تحریک انصاف غړو د سېنېټ له انتخاباتو بايکاټ اعلان کړی وو.

په خيبر پښتونخوا کې بيا د عدالتي کاروایايۍ له امله د سېنېټ ټاکنې د ځنډ ښکار شوې.

په پېښور کې خبریال او د سیاسي چارو پوه شميم شاهد د اپرېل په دوهمه مشال رېډيو ته وويل چې په اتمه فېبرورۍ د مبينه متنازعه عامو انتخاباتو وروسته د سېنېټ په ټاکنو کې ستونزې به په سياسي نظام د ولس باور کمزوری کړي.

نوموړي زياته کړه: " په ۱۹۸۵م کال کې د هغه وخت د پوځي واکمن جنرل ضیاالحق په دوره کې هغه کسان د سېنېټ غړي وټاکل شول چې پرې د هغه وخت د پوځي اسټېبلېشمنټ باور وو. بیا وخت سره سره مالداره او پیسه داره خلک د سېنېټ غړي جوړېدل شورو شول او دغه کار اوس هم راوان دی. په ۲۰۱۳م او ۲۰۱۸م کلونو کې بیا د تحریک انصاف د حکومت په دوره کې داسې اطلاعات وو چې استخباراتي ادارو له مالدارو خلکو د سېنېټ د غړيتوب پر سر پيسې هم غوښتې دي."

د شمیم شاهد په خبره په کومه طریقه چې دا ځل د سېنېټ انتخابات کېږي نو سېنېټ به کمزوری شي او په قانون سازۍ کې به د حکومت د احتساب کولو جوګه پاتې نه شي.

د پاکستان پوځ په وار وار ويلي دي چې په سياسي چارو کې مداخله نه کوي. دغه راز د پاکستان الېکشن کمېشن او حکومت هم وايي چې انتخابات شفافه وو.

XS
SM
MD
LG