د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې په وسلوال بريد کې د وژل شویو شمېر ۱۴۳ ته لوړ شوی دی


د مارچ پر ۲۲مه د روسیې په کراسنوګورسک کې پر کروکس ښاري تالار د وسلوالو تر بريد وروسته مرستندويان اور وژني.
د مارچ پر ۲۲مه د روسیې په کراسنوګورسک کې پر کروکس ښاري تالار د وسلوالو تر بريد وروسته مرستندويان اور وژني.

په روسيه کې د مسکو د کنسرټونو په تالار کې په خونړي برید کې د وژل شويو شمېر ۱۴۳ ته رسېدلی دی.

د روسيې د بېړنيو چارو وزارت د مارچ پر ۲۷ مه دغه تازه شمېرې خپرې کړې دي. البته معلومه نه ده چې د وژل شويو شمېر د پېښې په ځای کې د نورو مړو د موندل کېدو له کبله زيات شوی دی او که په بريد کې ژوبل شوي کسان مړه شوي دي.

په مارچ ۲۲مې په هغه بريد کې د څه باندې د ۸۰ ژوبلو کسانو درملنه دا مهال په روغتونو کې روانه ده. تر دې وړاندې انټرفېکس خبري اژانس د روسيې د روغتیا وزير له خولې ويلي ول چې يوه بل کس په روغتون کې ساه ورکړې چې ورسره د مړيو شمېر ۱۴۰ ته ورسېد.

بل خوا راپورنه وايي چې چارواکو د جسدونو د لټون عمليات هم درولي دي.

د مارچ پر ۲۲مه د روسیې له پلازمېنې سره نېږدې په کراسنوګورسک کې پر کروکس سټي هال وسلوالو حمله کړې وه چې ذمه واري يې اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې وه.

دا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د باسماني ولسوالۍ عدالت ویلي ول چې هغه څلور تورن کسان مراد علي رجب علیزاده، دلېرجان مرزایېف، محمد صابر فیضوف او فریدون شمس الدین نومېږي او ټول د تاجکستان وګړي دي.

عدالت ویلي دي چې له هغو څخه یې درو کسانو مرازیېف، رجب عليزاده او شمس الدین د خپل جرم اعتراف کړی دی.

هغه کسان په داسې حال کې عدالت ته وړاندې شوي ول چې پر پړسېدلیو مخونو یې زخمونه او د وینې نخښې ښکارېدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG