خیریه ټولنې د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې خلکو ته روژه ماتی برابروي
له کلونو راهیسې په پاکستان کې خیریه ټولنې په بېلابېلو لویو ښارونو کې بېوزله خلکو، مزدورانو او مسافرو ته روژه ماتی برابروي. سږ کال هم په راولپېنډۍ او کراچۍ کې د وړیا روژه ماتو سلسله پیل شوې ده. د پاکستان اقتصاد له کلونو راهیسې د مشکلاتو ښکار دی چې له وجې یې هلته بېوزلي او بېروزګاري زیاته شوې ده. د روژه ماتو په اړه د اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.