يوشمېر پکتياوال واورو ته خوشاله دي خو ځينې له ستونزو سر ټکوي
په پکتیا کې که له يوې خوا خلک واورو ته خوشاله دي نو بل خوا بیا داسې کورنۍ او خلک هم شته چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له لاسه په کورونو کې د سونګ (سون) توکي او د خوړو او اغوستلو وسایل نه لري. هغوی له نړیوالو بنسټونو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې له دا ډول کورنیو سره دې په ټولو برخو کې مرستې وشي. ويډيو رپورټ