د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرلتوالو په چمن کې د ملېشې ځواک مرکزي دفتر ته تلونکې لاره په کنټېنرونو تړلې ده


په چمن کې پرلتوالو د ملېشې ځواک مرکزي دفتر ته تلونکې لاره کې کنټېنرونه اېښي او لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده. د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور
په چمن کې پرلتوالو د ملېشې ځواک مرکزي دفتر ته تلونکې لاره کې کنټېنرونه اېښي او لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده. د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور

په چمن کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد پرلتوالو په هغه ښار کې د ملېشې ځواک مرکزي دفتر ته تلونکې لاره کې کنټېنرونه اېښي او لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبروري پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې يې پرلت پيل کړی دی خو د هغه په وينا حکومت يې غوښتنې نه دې منلي، نو ځکه يې دا ګام پورته کړ.

نوموړي زياته کړه "موږ د سرکاري او امنيتي ځواکونو د دفترونو لارې تړلې دي. دا زموږ مجبوري وه ځکه هېچا زموږ غږ نه اورېده. زموږ د لارو تړلو مقصد د چمن او سپين بولدک تر مينځ دروازه باندې د پاسپورټ او وېزې شرط ختمول دی."

تر دې وړاندې په چمن کې د پرلت مشر غوث الله د فبرورۍ پر لومړۍ مشال راډیو ته ويلي وو چې د احتجاجونو په بل پړاو کې به د سرکاري دفترونو مخ ته کنټېنرونه ږدي او مخه به یې بندوي. هغه وویل چې که حکومت یې غوښتنې نه مني نو مجبور دي چې احتجاج نور پراخ کړي.

په چمن کې د پاسپورټ او ويزې پرضد پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري
په چمن کې د پاسپورټ او ويزې پرضد پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري

د پرلت ویاند صادق اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د چمن - سپین بولدک ترمینځ د لارې له تړلو سره نه یوازې پرلتوال بلکه د چمن ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د هغه په خبره، خلکو پر هغه ځای کې هره ورځ مزدوري کوله او د ورځې به یې تر ۱،۰۰۰ پورې روپۍ ګټلې خو اوس د چمن ډېرې کورنۍ یو موټی اوړه نه لري.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې پر هغه پوله به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

تر دې وړاندې احتجاجیانو د جنورۍ پر ۲۱مه د نه خوړو احتجاج پیل کړ خو د دیني عالمانو او ولسي او سیاسي مشرانو په ټینګار یې ۳۵ ساعته وروسته ختم کړ.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

احتجاجیانو د خپلې غوښتنې نه پوره کېدو له کبله د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو میاشتو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له دې اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

نوموړي تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان چارواکو د چمن تر څنګ افغانستان ته پر تلونکو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې هم د سفري اسنادو شرط عملي کړی دی.

XS
SM
MD
LG