اصف کمال وايي د سندرې ويلو لپاره له استاده زدکړه ضروري ده
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی سندرغاړی اصف کمال دی. نوموړی د غزل ترڅنګ ټپه او چاربېته هم وايي. د کمال په خبره، موسيقي يې له استادانو زده کړې او خوښ دی چې په غږ يې يوشمېر سندرې مشهورې شوې دي. نوموړی پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې موسيقي زده او د خپلو سندرو لپاره ښه شعرونه انتخاب کړي. د اصف کمال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري ۲۷, ۲۰۲۵سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی