د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په سوات کې د تحریک انصاف ۳۳ پلویان نیولي دي


 په سوات کې د پي ټي اي د غونډې په وخت پولیس ولاړ دي
په سوات کې د پي ټي اي د غونډې په وخت پولیس ولاړ دي

د سوات پوليس وايي چې د قانون ۱۴۴مې مادې د سرغړونې په تور يې د تحریک انصاف ۳۳ پلويان نيولي دي.

د ضلعې پوليسو يو مشر باچا حضرت د نومبر پر۲۶مه، مشال راډیو ته وويل چې د ميډیکل کالجونو کې داخلو لپاره د کېدونکي ټېسټ پر مهال يې د امنیت ساتلو په خاطر د قانون دفعه ۱۴۴مه نافذه کړې ده. خو د هغه په وينا، پر دې سربېره تحریک انصاف په خوازه خېله کې جلسه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د قانون د سرغړونې په تور يې ۳۳ کسان نيولي او د ګڼو نورو پرضد يې مقدمې درج کړې دي.

خو د تحریک انصاف د ملاکنډ ډوېژن ویاند صلاح الدين یوسفزي مشال راډیو ته وويل چې غونډه په کور دننه شوې چې په وينا یې له قانونه سرغړونه نه ده. "څنګه چې زموږ کنوینشن ختم شو نو کارکنان روان شول خو پولیسو یې په بېلابېلو ځایونو کې مخه ونيوله او له ۴۰ تر ۴۵ پورې کارکنان او ځايي مشران ګرفتار شول. د الېکشن کمېشن دا واضحه احکامات دي چې څنګه نورو سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې ازاد ماحول ورکول کېږي داسې دې ټولو ګوندونو ته ورکړل شي خو د افسوس خبره ده چې له موږ سره په يوه کمره کې اوړی ژمی کېږي."

تر دې وړاندې د نومبر پر ۲۵مه هم تحریک انصاف په دير کې هم جلسه کړې وه چې پوليسو يې د مخنيوي هڅه وکړه. پولیسو وروسته د تحريک انصاف مرستيال مشر شیر افضل مروت او د دې ګوند د ځينو پخوانيوو صوبايي غړيو پر ضد مقدمه درج کړه.

د نومبر پر ۲۵مه، د بر دير د واړۍ تاڼې پولیسو لخوا درج شوې مقدمه کې پر دغو کسانو د عامه نظم د ګډوډۍ تور پورې شوی. پولیس وايي دوی په داسې حال کې په واړۍ بازار کې جلسه کړې چې هلته د غونډو کولو اجازه نه وه. خو د دې ګوند ځايي مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو یې پر جلسه ډزو کې د پي ټي ای ۳ کسان زخميان کړي دي.

خو پولیس د تحريک انصاف پر غړو د قانون ماتولو تور پورې کوي. دوی په ليکلي ايف ای ار کې تور پورې کړی چې د پي ټي ای د جلسې غړيو پر پولیسو ډبرې ورولې دي او يو اهلکار یې ژوبل کړی دی.

د یادونې ده چې د تېرې مې نهمې نېټې راهیسې د تحريک انصاف د سیاستوالو د نيولو سلسله روانه ده. په هغه ورځ، د پي ټي ای غړيو د خپل مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان په ځينو ښارونو کې مظاهرې کړې وي. د مظاهرو په وخت پوځي او ملکي ودانيوو ته زیان رسېدلی وو. پوځ ژمنه کړې وه چې په دغو ویجاړيوو کې ښکېلو کسانو ته به سزا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ز کال په فرورۍ کې په پاکستان کې عام انتخابات کېږي چې د هغې لپاره بېلا بېلو ګوندونو ولسي غونډې پیل کړي دي. خو د تحریک انصاف مشر عمران خان او د ګوند ځینې نور مشران په بېلا بېلو مقدمو کې نیول شوي او دا مهال په زندان کې دي.

په پاکستان کې وروستئ ټاکنې د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې شوې وې چې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند د نیمه وچې له وېش راهیسې ۱۱مې ټولټاکنې وې. پاکستان تحریک انصاف ګوند په هغو انتخاباتو کې د هېواد پر کچ تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ چې بیا وروسته په ۲۰۲۲ز کال د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه د ګوند مشر عمران خان له وزیراعظمۍ لیری شو.

په پاکستان کې دا مهال لنډمهالې اداره حکومتي چارې مخې ته وړي او نګران وزیراعظم انور الحق کاکړ د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې بشپړ اطمینان لري چې په هغه هېواد کې به کره او شفافې ټاکنې وکړي. د هغه په وينا چې له عمران خان بغیر هم شفافې ټاکنې کېدلی شي خو کوښښ نه کوي چې ټول تحريک انصاف دې په ټاکنو کې شامل نه وي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG