د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ د عمران خان او شاه محمود قريشي د ضمانت درخواست رد کړي


د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او مرستيال مشر شاه محمود قريشي ـ پخوانی انځور.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او مرستيال مشر شاه محمود قريشي ـ پخوانی انځور.

اسلام اباد های کورټ د سرکاري رازونو د افشا کولو (سایفر) په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان د ضمانت درخواست رد کړی دی.

د اکتوبر پر ۲۷مه عدالت په پرېکړه کې د عمران خان لخوا د دغه مقدمې د خارجولو درخواست هم رد کړ.

د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس عامر فاروق په مقدمه کې د عمران خان ضمانت د درخواست په اړه پرېکړه د جمعې پر ورځ واوروله.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۳مه د دولتي راز افشا کولو د قضيې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت د عمران خان او د ګوند مرستیال شاه محمود قريشي په رسمي توګه تورن کړل.

په دې مقدمه کې پر خان او قرېشي تور دی چې سرکاري راز یې په ډاګه کړی دی. بلخوا عمران خان او شاه محمود قریشي چې له مودې راهیسې په زندان کې دي، پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او دایرې شوې مقدمې سیاسي بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG