اسفنديار مومند وايي اوسمهال ارامه سندرې جوړوي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. ده په لږه موده کې ګڼې سندرې جوړې او پر انټرنېټ خپرې کړې دي چې ورڅخه یې ځينې ډېرې مشهورې شوې دي. مومند وايي، د سندرغاړي جوړېدو لپاره يې ډېرې سختۍ ګاللې دي. دی زياتوي، په وروستيو کې يې د يوشمېر غزلونو ترڅنګ ټپې هم په ارامه موسيقۍ کې ويلي او خلکو خوښې کړې دي. د اسفنديار مومند دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري 27, 2025سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري 06, 2025ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري 30, 2025خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی