د خوست په صبریو کې د اوبو د رسد نوی کانال جوړېږي
د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د پنځو کلیو لپاره، د سوېس (سوېتزرلېنډ) هېواد د مرستو پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ د اړیکو دفتر لخوا د اوبو د یو کانال د جوړولو کار پیل شو. په یاد کانال ټول ۱۱۹ زره ډاره مصرف راځي او د شپږو میاشتو په موده کې به ورغول شي. د سیمې خلک په هغه ځای کې د کرهنیزو فعالیتونو د پراختیا او خلکو ته د کارموندنې په خاطر، دا ډول پروژې ګټورې بولي او د دوام غوښتنه يې لري. نور تفصیل د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې: