د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: امريکا د پاکستان د اقتصادي سوکالۍ لپاره پر خپلې ژمنې ولاړه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن انوارالحق کاکړ ته د پاکستان د لنډمهاله وزيراعظم پر ټاکلو مبارکي ورکړېده: انځور له ارشیفه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن انوارالحق کاکړ ته د پاکستان د لنډمهاله وزيراعظم پر ټاکلو مبارکي ورکړېده: انځور له ارشیفه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اينتني بلېنکن ويلي، په داسې حال کې چې پاکستان له خپل اساسي قانون سره سم "د ازادو او عادلانه انتخاباتو لپاره چمتووالی" نیسي، امريکا به د اقتصادي سوکالۍ لپاره ګډ هوډ ته ژمنه پاتې شي.

نوموړي دا خبره د اګست پر ۱۶مه پر اېکس (ټوېټر) انوار الحق کاکړ ته د پاکستان د لنډمهاله وزيراعظم په توګه تر ټاکل کېدو د مبارکۍ تر ورکولو سمدستي وروسته ليکلې ده.

په ځواب کې انوار الحق کاکړ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې لنډمهالی حکومت به په پاکستان کې د اساسي قانون له مخې د ازادو او منصفانه انتخابانو د پروسې اسانولو لپاره جدي کار کوي.

نوموړي زياته کړې چې پاکستان له امریکا سره خپلې ملګرتیا ته ارزښت ورکوي او په سیمه کې د اقتصادي هوساینې، جمهوريت او ثبات لپاره ګډې ژمنتيا ته په درنه سترګه ګوري.

انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د لنډمهاله وزيراعظم په توګه لوړه وکړه.

د پاکستان د ایین له مخې د قامي او صوبايي اسمبليانو تر ماتېدو وروسته بايد انتخاباتي کمېشن په درو میاشتو کې دننه انتخابات وکړي.

خو کمېشن ويلي چې د ۲۰۲۳ز کال له برېښنايي او کمپیوټري (ډېجیټل) سرشمېرنې سره سم، د نويو انتخاباتي حلقه بنديو جوړول له څلورو څخه تر شپږو مياشتو پورې وخت اخلي چې د شنونکو په باور، ښايي د ټاکنو د ځنډ باعث شي.

خو د پاکستان شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو له کمېشن او لنډمهالي حکومته غوښتي دي چې په سږني مني کې دې له ټاکلي وخت سره سم، راڼه او منصفانه انتخابات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG