د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان مېشته افغان کډوال له امریکا د پناه غوښتنې کیسونو د زر حلولو غوښتنه کوي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو احتجاج
پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو احتجاج

په پاکستان کې مېشته ځيني افغانان چې په امريکا کې یې د پناه اخیستو لپاره درخواستونه ورکړي، غوښتنه کوي چې واشنګټن دې یې کارونه ژر وکړي.

دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته پاکستان ته تللي دي. پر دغه تاريخ طالبانو په افغانستان کې په زور حکومت ونيو او د هغو افغانانو په لټه شول چې له امريکايي‌ دفترونو سره یې کار کړی وو.

اسلام اباد مېشتو افغان کډوالو د سيپتمبر پر څلورمه په کړي احتجاج کې وويل چې نیږدې دوه کاله یې د درخواستونو کېږي خو پرمختګ پکې نه دی شو. دا خلک د افغان کډوالو لپاره د امريکا د ځانګړي پروګرام پي يو او پي دوه برخه دي. د کډوالۍ دا پروګرامونه د هغو افغانانو لپاره دي چې د امريکايي دفترونو سره یې کار کړی وي. دغه خلک په اسلام اباد کې په یو سرپټي ځای کې سره ټول شوي وو او د پنا غوښتنې د دوسیو له پڅ بهیر څخه یې د شکایت ترڅنګ وویل چې دا مهال په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې لاريون يوه تنظيموونکي نادر سعيدي وويل: "زموږ د نننۍ غونډې هدف دا وو چې په پاکستان کې د P1 او P2 کیسونو د درلودونکو ستونزې شریکې کړو. موږ د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د P1 او P2 کېسونو ته پاملرنه وکړي او پروسه یې چټکه کړي. موږ په درېیم هېواد کې خپل ټاکلی وخت پوره کړی دی خو کېسونو ته مو رسیدنه نه ده شوې."

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال

ځینو احتجاج کوونکيو وويل چې په پاکستان کې یې ژوند ښه نه دی. د P1 کېس لرونکی احمد افغان د امریکا له حکومته غوښتنه وکړه چې ژر دې یې امريکا ته وليږدوي."کېسونه مو مخته نه دي تللي. موږ ټول په تمه یوو. کله چې موږ له خپلو دفترونو پوښتنه کوو، هېڅوک موږ ته د قناعت وړ ځواب نه راکوي. که پاکستان د کېسونو د مخ ته وړلو لپاره د دفتر پرانیستلو اجازه نه ورکوي، باید یوه بله بدیله لار پیدا شي."

د امریکا د کډوالۍ پروګرام یوه بله غوښتونکې زرلښته په پاکستان کې د خپلو ستونزو کیسه داسې کوي او وایي: "موږ خپله ټوله سپما، سره زر او هر څه چې مو درلودل، مصرف مو کړل او اوس دلته په ډېر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوو، نه پوهېږو چې څومره وخت به دلته پاتې شو، کله چې یو بندي هم په زندان کې اچول کېږي، نو وخت یې ورته ښودل کېږي خو موږ نه پوهیږو چې څومره وخت به دلته پاتې کېږو. هر وخت دوی ژمنه کوي چې ستونزې به مو حل شي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي."

دا لومړی ځل نه دی، چې په پاکستان کې د P1 او P2 کېسونو لرونکي اعتراض او امریکا ته د لېږد غوښتنه کوي، له دې وړاندې هم دوی څو ځله د خپلو ستونزو د زیاتوالي په اړه غږ پورته کړی او غوښتنه یې کړې چې د امریکا له لوري دې د دوی د کډوالۍ دوسیې وڅېړل شي.

د امریکا حکومت د کډوالۍ د ځانګړو وېزو (SIV) ترڅنګ د P1 او P2 په نوم د کډوالۍ نور پروګرامونه هم د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې یې له امریکایي موسسو سره کار کړی و یا د امریکا لخوا تمویلېدل، اعلان کړل.

په پاکستان کې د P1 او P2 کېسونو د درلودونکو په وینا، دوی ته د "USRAP" لخوا دریم هېواد ته د لېږدو په بریښنالیک يا اېمېل کې ویل شوي وو چې د دوی د کېسونو پروسه به له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي. خو دوی نیوکه کوي، چې له ۱۸ میاشتو زیاتې مودې وروسته لا هم په پاکستان کې د دوی د کېسونو د مخکې وړلو بهیر نه دی پیل شوی.

څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر (سیګار) هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو دوه کاله وروسته له ۸۴۰ زره څخه زیاتو افغانانو چې له امریکايي ادارو سره یې همکاري کړې په افغانستان کې پاتې دي. خو د امريکا بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې د ټولو منل شويو کډوالو قضیې په خپل وخت پر مخ ځي.‌

XS
SM
MD
LG