په پکتیا کې ځوانان په سکېټ لوبه ساعتیري کوي
د افغانستان په پکتیا کې یو شمېر ځوانانو د سکېټ لوبې ته مخه کړې ده. ورزشکاران وايي، دوی د تمرینونو لپاره مناسب ځایونه نه لري او اړ دي، چې د لوبو لپاره د ښار کوڅو او لویو لارو ته ووځي. ځايي چارواکي وايي، د سکېټ لوبغاړو د ستونزې تر حل کېدو هغوی د پوهنتون له سپورټي جمنازیومه ګټه پورته کولی شي. د مشال راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ