د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپينه ماڼۍ: پاکستان کې مېشت افغان کډوال سختدریځه نه دي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي: د ارشیف انځور
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي: د ارشیف انځور

سپینه ماڼۍ وایي، هیڅ داسې شواهد نشته چې په پاکستان یا د دغه هېواد د پولو په اوږدو کې پراته افغان کډوال دې سخت دریځۍ کې ښکېل وي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دغه څرګندونې پرون (د جولای پر ۱۷مه) خبریالانو ته کړي.

کربي دا څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د پاکستان پوځ د بلوچستان په ژوب سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز تر وروستۍ خونړۍ حملې وروسته په پاکستان کې یوشمېر افغانان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وبلل.

د جولای پر ۱۴مه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې (ای اېس پي ار) په یو بیان کې راغلي وو چې د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د "هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي" او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي وو " په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا یوه بله اندېښنه ده، چې باید لېرې شي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوځ او دفاع وزیر خواجه اصف ورته تورونه رد کړي وو. د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۵مه مشال راډيو ته په استولي ږغيز پيغام کې ويلي: " افغان طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي. د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کاريږي."

XS
SM
MD
LG