د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ: په ګاونډي هېواد کې د ټي ټي پي خوندي ځايونه او جديدې وسلې د ناامنۍ وجې دي


جنرال عاصم منير په سيالکوټ کې پر پوځي يادګار د ګلونو تر ايښوولو وروسته دعا کوي - انځور له ارشيفه
جنرال عاصم منير په سيالکوټ کې پر پوځي يادګار د ګلونو تر ايښوولو وروسته دعا کوي - انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ يو ځل بیا ادعا کړې ده چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ لويې وجې "په ګاونډي هېواد کې ترهګرو ته رسېدلې جدیدې وسلې او موجود خوندي ځایونه" دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې د جولای پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه خبرې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پر همدغه ورځ په راولپنډۍ کې شوې د د کور کمانډرانو غونډه ته وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلې: "ترهګرې اعلان شوې تحریک طالبان پاکستان او نور وسله والو ډلو ته برابر خوندي ځایونو او جديدې وسلې په پاکستان کې د امنیتي حالاتو خرابېدو مهم وجوهات دي." که څه هم پوځ د ګاونډي هېواد نوم نه دی یاد کړی خو د پوځ مشر جنرال عاصم منیر څو ورځې وړاندی ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه په افغانستان کې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوځ او دفاع وزیر خواجه اصف ورته تورونه رد کړي وو. د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۵مه مشال راډيو ته په استولي ږغيز پيغام کې ويلي: " افغان طالبان د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي. د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کاريږي."

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو څو ځل ادعاوې کړې چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې پلانوي. خو ټي ټي پي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تور په پرله پسې ډول ردوي. البته د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په ۲۰۲۱ز کال کې منلې وه چې د ټي ټي‌پي او پاکستاني حکومت د يو پلاوي تر مينځ یې په کابل کې د مذاکراتو منځګړتوب کړی دی. هغه زیاته کړې وه چې حکومت یې نه غواړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارېږي.

د دې مذاکراتو په پايله کې د پاکستاني ریاست او تحریک طالبان پاکستان ترمينځ د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په اخره کې تر نامعلومې مودې پورې اوربند وشو. خو د دې ډلې مشر، نور ولي‌ مسيد د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه خپلو وسله والو ته امر وکړ چې "خپل دفاعي بریدونه بیا پيل کړي". ټي ټي پي ادعا کړې وه چې اوربند ځکه ماتوي چې د پاکستان پوځ یې د وسلوالو پر ضد کاروايانې نه دې درولې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت په زور ونيو. تر هغه مخکې افغان چارواکو تور پورې کاوه چې پاکستان له طالبانو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره ملاتړ کوي. اسلام اباد دا تورونه بې بنياده بلل او ويل یې چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي. پاکستان د طالبانو د حکومت سره هم ښې اړيکې ساتلې او نه یوازې په کابل کې خپل سفارت فعال دی بلکې د طالبانو وزیران اسلام اباد ته ډير سفرونه هم کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو لخوا د افغان حکومت تر نيولو وروسته د تحريک طالبان پاکستان په سلګونو هغه بنديان خوشي شول چې په تېرو جمهوري حکومتونو کې په افغانستان کې نيول شوي وو. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د روان کال په اپريل کې امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان پر ضد اقدامات ځکه نه کوي چې دې پاکستانۍ ډلې له هغوی سره په جنګ کې مرسته کړې وه او له يو بل سره نظرياتي او نظامي ملګرتيا لري.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې راغلي د پاکستان ایتلافي حکومت که څه هم په لومړي سر کې له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو او جوړجاړي پالیسي روانه وساتله خو وروسته یې وويل چې د ترهګرۍ ضد تګلارو ته بايد له سره کتنه وشي. د روان کال اپريل پر اوومه، د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د وسلوالو پر ضد به عمليات کېږي.

XS
SM
MD
LG