مير خان مقری: خلک د سندرې له زوره وېرېږي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی مير خان مقری دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او له یوې مودې راهيسې له خپلې کورنۍ سره يوځای د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي. میر خان مقری وايي، د خپل پلار پر پله يې پل ايښی او په سندرو کې د مينې، سولې او د ولسونو د يووالي پيغامونه ورکوي. دی زیاتوي، ځينې خلک د سندرې له همدې "زوره وېرېږي او بنديز پرې لګوي." دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستانه له وتلیو هنرمندانو سره مرسته وکړي. په خپرونه کې د مير خان مقري خبرې او سندرې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري 27, 2025سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري 06, 2025ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري 30, 2025خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی