د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ: د نړۍ مشران دې طالبان د ښځو حقونو ورکولو ته اړ کړي


د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د تعليم نړيواله مبارزه ملاله یوسفزۍ.
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د تعليم نړيواله مبارزه ملاله یوسفزۍ.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د تعليم نړيوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مشرانو غوښتېنه کړې چې طالبان اړ کړي چې په افغانستان کې ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي.

ملالې یوسفزۍ د اپرېل پر ۲۱مه پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د ملګرو ملتونو ملتونو له خوا د افغانستان په اړه د راتلونکې غونډې حواله ورکړه او زياته يې کړه چې د نړۍ مشران بايد په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړي چې "د ښځو حقونه په رسمیت وپیژني، نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته لاړې شي" او په افغانستان کې د هر چا لپاره مذهبي ازادي "تضمین" کړي.

ټاکل شوې ده چې د مې پر لومړۍ او دويمه نېټه به د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

دا غونډه به د تړلیو دروازو تر شا وي چې د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو ځانګړي استازي به هم برخه پکې اخلي.

XS
SM
MD
LG