د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د جلاوطنه ښځینه کرکټرانو د "ملاتړ لپاره د ځانګړي کاري ځواک" جوړولو اعلان کړی دی.
هغې ادارې د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې د هند، انګلستان (انګلینډ) او وېلز او اسټرالیا د کرکټ له بورډونو سره یوځای یو فنډ یا صندوق جوړوي چې افغان کرکټرانې د لوبو د دوام لپاره اړینې مالي سرچینې ولري.
بیان کاږي، شورا به د افغانستان د ښځینه لوبغاړو د روزنې او عصري اسانتیاوو ته د هغوی لاسرسي لپاره اقدامات کوي.
بیان د شورا د مشر جې شاه له خولې زیاتوي چې د دې نوښت موخه دا "باوري کول دې چې جلاوطنه شوې افغان کرکټرانې په سپورټي ډګر کې خپل سفر ته دوام" ورکړي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د نورو محدودیتونو ترڅنګ په سپورټي ډګر کې هم د ښځو پر ګډون بندیز ولګاوه او د ښځو ورزشي کلبونه یې وتړل.
له دې سره د افغانستان د کرکټ ډېری لوبغاړې له هېواده ووتې او له ۲۵ څخه یې ۲۲ په اسټرالیا کې مېشتې دي.