د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون انتظامیه وایی، د زده کړو محدود بهیر یې پېل کړی دی


د پېښور پوهنتون ودانۍـ پخوانی انځور
د پېښور پوهنتون ودانۍـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د پېښور پوهنتون انتظامیه وايي، د اپرېل له ۱۰مې یې په محدود ډول د زده کړو بهیر بیا پیل کړی دی او ځینې استادان او زده کونکي صنفونو ته ورغلي دي.

د پوهنتون ویاند نعمان خان د اپرېل پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د زده کړو بهیر په مکمله توګه ځکه نه دی پېل شوی چې لا هم نزدې ۵۰۰ استادان په احتجاج دي او صنفونو ته نه ورځي.

خو د استادانو د اتحادیې مشر ډاکټر عزیز مشال راډیو ته ویلي، په پوهنتون کې د زده کړو بهیر لا هم پر ځایې ولاړ دی. هغه وویل استادان لا هم پر احتجاج دي او هغه ښوونکي صنفونو ته ورغلي دي چې له پېل راهیسې د احتجاج برخه نه ول. د هغه په وینا د هغو استادانو شمېر د نشت برابر دی.

د خیبر پښتونخوا تر ټولو لوی دې پوهنتون استادان، د زده کړو معاون کارکوونکي او د زده کوونکو سازمانونه د مارچ له اوومې راهیسې په احتجاج دي چې له کبله یې زده کړې درېدلې دي.

احتجاج ولی دی؟

په پوهنتون کې د استادانو او نورو ملازمانو کاربندیز او له ټولګیو څخه د زده کوونکو پرېکون د لیلیو یا هاسټلونو د امنیتي چارو د مشر ثقلین بنګښ تر وژنې دوه ورځې وروسته پیل شو چې له څه د پاسه یوې میاشتې راهیسې دوام لري.

احتجاجیان د پوهنتون د مشر د ګوښه کولو او په ودانۍ او لیلیو کې د امنیت ټینګښت په ګډون یوشمېر غوښتنې لري.

د پوهنتون انتظامیه څه وایي؟

د پېښور پوهنتون مشر یا وایس چانسلر د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د صوبې په تر ټولو لویه تعلیمي اداره کې یې د زده کړو بهیر بیا پیلولو لپاره متبادله لاره لټولې ده.

ډاکتر محمد ادریس وايي، د پخوانیو او رضاکاره ښوونکو په مرسته له ۵۳ څخه ۲۰ پوهنځي او تعلیمي څانګې بیا فعالوي. "چې احتجاج کوونکي استادان راسره خبرو ته نه کښېني او له یوې میاشتې راهیسې د زده کړو لړۍ په ټپه درېدلې نو موږ ولې متبادل انتظام و نه کړو؟"

د پېښور پوهنتون رجسټرار سیف الله خان د اپرېل پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې په پېښور پوهنتون کې څه باندې ۱۶،۰۰۰ زده کوونکي تعلیم ترلاسه کوي او پکې له ۵۰۰ څخه زیات استادان دي.

د ده په خبره، د استادانو تر څنګ د تدریسي چارو مرستیالان او د صفایۍ کارکوونکو هم احتجاجي کاربندیز کړی دی.

د استادانو دریځ

د پېښور پوهنتون د استادانو ټولنې (پيوټا) غړی جمیل چترالی وايي، پوهېږي چې د کاربندیز له کبله د زده کوونکو وخت ضایع کېږي، خو دی وايي، له دې پرته ورسره بله چاره نه وه.

چترالی زیاتوي چې زده کوونکي د ثقلین بنګښ تر وژنې وروسته د خپل خوندیتوب په اړه اندېښنې لري، نو ځکه پوهنتون ته نه ځي.

د زده کوونکو دریځ

د پوهنتون د زده کوونکو د سازمانونو ګډې ټولنې یا متحده طلبا محاذ مشر مدرار احمد د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د غوښتنو تر پوره کېدو پورې ټولګیو ته نه ځي. "موږ په ډاګه د متحده طلبا محاذ له خوا دا غوښتنه کړې ده چې تر [هغو] چې زموږ مطالبات نه وي منل شوي، موږ به په هړتال یو. اوس د روژې میاشت ده، زده کوونکي خپلو [کورونو] ته تللي دي، خو تر روژې وروسته به [هم] موږ د پوهنتون ټول دفترونه او کلاسونه تړلي ساتو."

احمد د پوهنتون په ودانۍ کې د امنیت تر څنګ د زده کوونکو د فیسونو کمولو غوښتنه هم یاده کړه.

د احتجاجیانو غوښتنې

پیوټا او د پوهنتون د نورو کارکوونکو د ټولنې ګډې عامله یا ایکشن کمېټۍ د مارچ اوومه تر احتجاجي لاریون وروسته د کاربندیز پیلولو پر مهال یوشمېر غوښتنې وړاندې کړې وې چې پکې د وایس چانسلر ګوښه کول، د پوهنتون د هاسټلونو د امنیتي مشر ثقلین بنګښ د وژنې عدالتي پلټنې، پوهنتون له وسلو پاکول، د اوسنیو امنیتي ساتونکو نفسیاتي یا رواني معاینه او د قابلیت پر اساس د نویو ساتونکو ګومارنه او په پوهنتون کې په عارضي بنیادونو د ملازمينو برتیانو ختمول شامل دي.

تر دې دوه ورځې مخکې، د مارچ پر پینځمه یو امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنیت لپاره د سېګما په نامه د شخصي کمپنۍ (شرکت) يو مشر ثقلین بنګښ وژلی وو.

د هغه د وژنې پرضد د مارچ پر شپږمه نېټه د پوهنتون د زده کوونکو د ټولو سازمانو متحده طلبا محاذ احتجاجي مظاهره وکړه.

تر دې مخکې له پېښور پوهنتون سره جوخت په اسلاميه کالج پوهنتون کې یو امنیتي ساتونکي د فبرورۍ پر ۲۰مه نېته د انګریزي ادب استاد بشیر احمد وواژه. پولیس وايي، هغه ساتونکی یې نیولی دی او ورباندې مقدمه دایره شوې ده.

XS
SM
MD
LG