د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر ښارونو کې د څښلو اوبو معیار خراب دی


په پاکستان کې یوه ماشومه له پمپه اوبه ډکوي - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې یوه ماشومه له پمپه اوبه ډکوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د ساینس او ټېکنالوژۍ چارو وفاقي وزیر شبلي فراز ویلي دي چې د هغه هېواد ډېری لوی ښارونه د څښلو د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

نوموړي د اګست پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زیاته کړی ده چې د پاکستان د اوبو د وسیلو څېړنیز مرکز په ۲۹ ښارونو کې د ځمکلاندی اوبو معاینه کړې ده او ورته معلومه شوې چې په ۲۲ ښارونو کې نیمايي (یا ۵۰ فیصده) اوبه د څښلو قابلې نه دي.

له څېړنې سره سم، د سیند په میرپور خاص او نواب شاه او د شمالي سیمو په ګېلګت کې ۱۰۰ فیصده اوبه انساني صحت ته تاواني دي.

د اوبو د وسیلو د څېړنیز مرکز یوه غړي شکیل بادشاه د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا په کواټ او ډېره اسماعیل خان کې په اوبو کې د مالګې او سېنکیا یا ارسینېک مقدار ډېر دی، چې د سرطان لامل کېدای شي. د ده په خبره، په بونېر، سوات، مردان، پېښور او شاوخوا سیمو کې په اوبو کې د نایټروجني مرکباتو شرح ډېره ده.

بادشاه وايي، د چینو اوبه ظاهراً پاکې ښکاري خو چې ساینسي معاینه یې وشي نو بیکټېریا او نور جراثیم پکې موندل کېږي.

د روغتیايي چارو پوه ډاکټر جواد اقبال وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېریو سیمو کې د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي له کبله د معدې، ځیګر او پوستکي رنځونه په زیاتېدو دي.

د ده په خبره، په مالاکنډ کې د زیړي د رنځ یو لوې لامل هغه اوبه دي چې له چینو څخه د پایپونو په وسیله د خلکو کورونو ته رسېدلي دي.

ډاکتر اقبال زیاتوي، څېړنې ښيي چې هغه خلک چې د چینو اوبه څښي، د زیاتو ناروغیو ښکار کېږي.

د پاکستان د اوبو د وسیلو څېړنیز مرکز ویلي دي چې د بلوچستان په کوټه، خضدار او بوري (لورالايي) کې هم د څښلو د اوبو معیار ښه نه دی چې د بېلا بېلو رنځونو لامل کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت خلکو ته د څښلو د پاکو اوبو د رسولو یقیني کولو لپاره د صوبې په ۴۳ ښاري او نیمه ښاري سیمو کې د اوبو پاکوالي او د ناولتوبونو د نکاسۍ (واټر اینډ سینېټېشن) لپاره ادارې جوړې کړې دي.

په سوات کې د دې ادارې مشر میا شاهد علي وايي، هره میاشت اوبه معاینه کوي، او د اسیایي پرمختیايي بانک په مرسته یې د مینګورې ښار لپاره د ۱۳ اربه روپیو په یوه پروژه لاس پوری کړی دی.

دی وايي، اکثر چې په ښاري سیمو کې د اوبو نلونه مات شي نو بیا ورسره ناولې اوبه یو ځای کېږي چې له وجې یې د څښلو د اوبو معیار خراب شي.

د ساینس او ټېکنالوژۍ وفاقي وزیر شبلي فراز قامي اسمبلۍ ته ویلي، چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې په ایین کې تر ۱۸م ترمیم وروسته خلکو ته د څښلو د پاکو اوبو رسول د صوبايي حکومتونو ذمه واري ده او وفاقي حکومت ورته یوازې لارښوونې کوي او وخت په وخت ورسره د اوبو د معیار په اړه د څېړنیز مرکز رپورټونه هم شریکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG