د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې په نښته کې ۲ پوځیان او ۱ وسلوال وژل شوی دی


پوځ د نومبر پر ۱۶مه په بیان کې ویلي چې نښته د باجوړ په هلال خېلو کې شوې ده.
پوځ د نومبر پر ۱۶مه په بیان کې ویلي چې نښته د باجوړ په هلال خېلو کې شوې ده.

د پاکستان پوځ وايي، په باجوړ کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه سرتېري او یو وسلوال وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې پېښه د نومبر پر ۱۵مه شپې مهال د باجوړ په هلال خېلو کې شوې ده.

د بیان له مخې، پوځیانو تر نښتې وروسته له سیمې څخه وسله هم ترلاسه کړې ده.

بیان زیاتوي چې وژل شوی وسلوال د "ترهګرۍ" په بېلابېلو پېښو کې ککړ وو.

تحریک طالبان پاکستان په بیان کې ویلي دي چې په نښته کې یې پوځیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG