د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي اتحاديې پر ايران بنديزونه لګولي


د ايران د الزهرا پوهنتون زده کوونکي د مهسا اميني د وژنې پرضد مظاهره کوي ــ انځور له ارشيفه
د ايران د الزهرا پوهنتون زده کوونکي د مهسا اميني د وژنې پرضد مظاهره کوي ــ انځور له ارشيفه

اروپايي اتحادیې د نومبر پر ۱۴مه پر ايران نور بندېزونه لګولي دي.

د تهران لخوا د مظاهرچيانو پرضد پر پراخ کچ د زور کارولو د غندنې په لړ کې د اروپايي اتحادیې دې بندېزونو ۲۹ کسان او درې ادارې هدف ګرځولي دي.

اروپايي اتحادیې ويلي چې تر بنديز لاندې راغلو کې د ايران کورنيو چارو وزير احمد وحيدي، د مهسا اميني نيوونکي څلور پولیسان او د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک لوړپوړي چارواکي شامل دي.

په ايران کې د سېپټېمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته مظاهرې پيل شوې چې د مهسا اميني په نوم يوه نجلۍ د اقدارو د څارنې پولیسو (ګشت ارشاد) په بند کې مړه شوه. هغه د مناسبه حجاب نه کولو په تور نيول شوې وه.

د هغې مړينې، چې چارواکو یې لامل د زړه درېدل بللی وو، په ټول هېواد کې خلک پارولي او د حکومت ضد پراخ لاريونونه او احتجاجونه شوي دي چې اوس يې اتمه اوونۍ پیل شوې ده.

احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې د ګشت ارشاد پولیسو مهسا اميني شکنجه کړې چې له کبله یې هغه مړه شوه. د ايران د بشري حقونو اوسلو مېشته ډله وايي، په مظاهرو کې د ۴۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷۷ کسان وژل شوي دي.

دې احتجاجونو د ايران مذهبي رژيم ته د مشروعيت بحران پيدا کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG