د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت خلکو ته د خپل پخواني مشر ملا عمر قبر ښوولی دی


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نومبر پر شپږمه د ملا عمر د قبر انځور هم خپور کړ.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نومبر پر شپږمه د ملا عمر د قبر انځور هم خپور کړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د زابل په سېوري ولسوالۍ کې خلکو ته د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر قبر ښوولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر شپږمه پر ټوېټر لیکلي چې د ملا عمر د قبر ښوولو په مراسمو کې رییس الوزرا محمد حسن اخوند او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ. نوموړي په بیان کې د ملا عمر د قبر یو انځور هم خپور کړی دی.

ملا عمر د طالبانو لومړی مشر وو چې له ۱۹۹۶ز څخه تر ۲۰۰۱ز کال پورې د هغوی د حکومت مشر وو او په تحریک کې یې د لومړۍ درجې کس بلل کېده.

رسنۍ وايي چې ملا عمر په ۲۰۱۳ز کال کې مړ شوی وو خو د مړینې خبر یې په ۲۰۱۵ز کې خپور شو او بیا طالبانو تایید کړ. طالبانو تر اوسه د هغه قبر پټ ساتلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG