د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پارلېمان غړو له عدلیې څخه د ناامنۍ پیدا کوونکو ضد د "پرېکنده اقدام" غوښتنه کړې


د ایران د پارلېمان اکثریت غړو د ناامنۍ زېږوونکو پروړاندې د اقدام غوښتنه کړې - پخوانی انځور.
د ایران د پارلېمان اکثریت غړو د ناامنۍ زېږوونکو پروړاندې د اقدام غوښتنه کړې - پخوانی انځور.

د ایران د پارلېمان سختدریځه غړو پر عدلیې ټینګار کړی دی چې د ناامنۍ پیدا کوونکو ضد دې "پرېکنده اقدام" وکړي.

د ایران سرکاري رسنۍ د پارلېمان د غړو د بیان په حواله ویلي چې له عدلیې څخه دا غوښتنه د سختدریځو په مشرۍ د پارلېمان له ۲۹۰ څخه یې ۲۲۷ اکثریتي غړو د نومبر پر شپږمه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هغه هېواد د کلونو په موده کې په لومړي ځل د یو لوی مخالفت د ځپلو هڅه کوي.

فعالان وايي، د نومبر تر پینځمې پورې په مظاهرو کې د ۴۹ ماشومانو په ګډون ۳۱۸ مظاهرچیان وژل شوي دي. په احتجاجونو کې ۳۸ امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

په ایران کې مظاهرې تر هغې وروسته پیل شوې چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه یوه ۲۲ کلنه نجلۍ مهسا امیني د پولیسو په حراست کې تر کوما کېدو وروسته مړه شوه. نوموړې تر دې درې ورځې مخکې د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه.

چارواکي دعوه کوي چې امیني د زړه حرکت درېدو له وجې مړه شوې وه خو مظاهرچیان او فعالان وايي د هغې د مړینې لامل د پولیسو تشدد وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG