د روسیې د بیړنیو چارو چارواکو ویلي د مسکو په شمال ختیځ کې په یوه تفریحي کلب کې د اور لګېدو له امله لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د قانون پلي کولو ادارې چارواکو د نومبر پر پینځمه وویل چې په کستروما سیمه کې د شپې مهال په کلب کې اور ښايي د خلکو ترمینځ تر یوې جګړې وروسته لګېدلی وي او یو چا اورلګوونکې اله کارولې وي.
د کستروما د بیړنیو چارو وزارت مرستیال الیکسي ګرېکوف د مړو شمېر ۱۳ تایید کړ. تر دې مخکې د وژل شویو شمېر ۱۵ ښوول شوی وو.
چارواکو ويلي چې په لسګونو خلک په روغتون کې بستر دي چې پکې د لږترلږه څلور کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
وفاقي تحقيقاتي کمېټي ويلي پلټنې کوي چې ایا اور د غفلت له امله لګېدلی او که څنګه؟ پولیسو وروسته وویل چې دوی یو سړی د اور لګولو په شک نیولی دی.