د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي طالبان د خپلو کړنو له لارې د نړۍ باور ترلاسه کولی شي


د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند، نېډ پرایس (انځور له ارشيفه)
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند، نېډ پرایس (انځور له ارشيفه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان هغه مهال کولای شي د نړۍ باور ترلاسه کړي چې کړنې یې سمې او د دوى له کړو ژمنو سره برابرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه ويلي چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، طالبان باید د نړۍ باور خپل کړي او دوی دا کار یوازې د خپلو کړنو له لارې کولای شي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې رسنیو ته وویل، په کابل کې د القاعده شبکې مشر ته په پناه ورکولو سره طالبانو د دوحې تړون او له نړیوالو سره د افغانستان د خاورې د خوندیتوب په اړه له خپلو کړو ژمنو سرغړونه کړې ده.

د پرایس په خبره، دوی واضحه کړې چې امریکا او نړیوال ملګري به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي او دوی او نړیوالو همکارانو ته یې ګواښ پېښ کړي.

د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې دافغانانو بشري حقونه، د نجونو ښوونځي او د مذهبي او قومي لږکیو ازادي هم د اندېښنې وړ وبلل.

هغه زیاته کړه: "هر کله چې موږ طالبانو سره ښکېل شوي یو، په دې لړ کې، وروستیو کې چې ټام وېسټ دوحه کې له طالب استازو سره وکتل، موږ د بشري حقونو د خوندیتوب اړتیا مطرح کړه. دا نه یوازې دا چې موږ له طالبانو سره هر ډول اړیکه لرو، مهمه ده، بلکې یو ضروري امر دی. تر ټولو مهمې هغه ژمنې دي چې طالبانو له خپلو خلکو سره ښکاره او په بیا بیا کړي. دوی ویلي چې د افغانانو نړیوالو حقونو او ازادیو ته به درناوی کوي، اجازه به ورکوي او هر هغه څه چې نړیوال او بنسټیز حق وي، عملي به یې کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ګوتڅنډنه هم کوي چې ولسمشر بایډن ډېر روښانه ویلي دي چې دوی به په افغانستان کې د ګواښونو او هر ډول اندېښنې د له‌منځه وړلو لپاره خپله وړتیا وساتي. مشال رېډیو له طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نویو څرګندونو او تر خوا یې له افغانانو سره د خپلو ژمنو د عملي کولو په اړه وپوښتل، خو ويندويانو يې ځواب ورنه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له نړۍ سره د طالبانو له‌خوا د شویو ژمنو د عملي کېدو او د کړنو سمون غواړي چې د دواړو لوریو ترمينځ د نووو مذاکراتو د پیل راپورونه هم ورکړل شوي دي چې طالبانو رد کړي او امریکا لا ورباندې تبصره نه‌ده کړې. البته نېډ پرایس دا وویل چې دوی له طالبانو سره خپلو اړیکو او تعامل ته دوام ورکوي او له دې ډلې سره د دوی ځانګړي استازي ټام وېسټ له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون د امريکا د ګټو په اړه ګټورې خبري کړې دي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو په خوندیتوب او د طالبانو له‌خوا د خپلو شویو ژمنو په عملي کېدو ټینګار کوي چې یو شمېر افغانان لا هم د خپل ځان پر وړاندې ګواښونه جدي بولي او په دې هڅه کې دي چې له افغانستان ووځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له افغانستانه د وتونکو افغانانو په اړه د خپل هېواد ژمنه تکراروي وايي، د هغو کسانو د ځای پر ځای کولو لپاره به هره اسانتیا برابره کړي چې غواړي له افغانستان ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ژمنه داسې مهال تکراروي چې د فوټبال د نړیوال کپ له امله، قطر له واشنګټن څخه غوښتي چې د دې سیالیو تر پای پورې دي له افغانستان د خلکو د ايستلو پروسه وځنډوي. خو امریکا وايي، دوی هر ډول احتمالي خنډونه په نښه کړي او هدف ته د رسېدو لپاره بدیلو ترتیباتو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG