د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له کورمې د قامي اسمبلۍ ضمني ټاکنې وګټلې


PAKISTAN-POLITICS
PAKISTAN-POLITICS

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان په کورمه کې د قامي اسمبلۍ په ۴۵مې حلقې ضمني ټاکنې ګټلې دي.

د اکتوبر په ۳۰مه، ماښام ناوخته د ۱۴۳ پولینګ سټېشنونو پشپړو نتيجو تر راتللو وروسته، د تحريک انصاف غړي او مشران سړکونو ته ووتل او خوشاليانې یې وکړي.

د ټاکنو کميشن لخوا جاري شوی د فارم ۴۷ ترمخه، د پاکستان تحریک انصاف عمران احمد خان نیازي د ۲۰۷۴۸ ووټونو په اخيستو سره د کورمې خالي شوې څوکۍ په خپل نوم کړه. په دې ټاکنو کې د نوموړي په مقابله کې ولاړ، د پاکستان جمهوری غورځنګ امیدوار جمیل خان ۱۲۷۱۸ رايو په ترلاسه کولو دویم مقام ترلاسه کړی.

په کورمه کې د اکتوبر په ۳۰مه د قامي اسمبلۍ پر خالي څوکۍ ضمني ټاکنی وشوې چې په کې دريو سیاسي جماعتونو پشمول ۱۴ ازاد امیدورانو برخه اخيستې وه. په یاده سیمه کې د رجسټرډ ووټونو شمېره ۱۹۸۶۱۸ ده چې پکې د ټاکنو پر وخت ۳۶۶۷۶ خلکو خپلې رایې کارولې دي.

په قامي اسمبلی کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پخوانی غړی ملک فخر زمان چې پر دې حلقه یې مخکې ټاکنې ګټلې وي، وايي، دغلته دوه ځل د ټاکنو ځنډېدو له کبله د خلکو دلچسپي کمه شوې وه خو بیا هم خلک ووټ اچولو ته ووتل. هغه زیاته کړه چې له دې معلوميږي چې خلک د عمران خان ملګري دي.

په کورمه کې د قامي اسمبلي دا چوکۍ تر هغه وروسته خالي شوې وه چې په اپریل کې د عمران خان خلاف بې باورۍ تحریک تر کامیابېدو پس نوموړي له وزیر اغظمۍ ليرې شو.

تر دې وروسته، د کورمې د ملک فخر زمان پّ شمول د تحریک انصاف ۱۲۳ نورو غړیو استغفا ورکړې وه. په کورمه کې د قامي اسمبلي پر خالی څوکۍ د ټاکنو لپاره د ۱۶م اکتوبر نیټه ورکړل شوې وه خو د ځمکې پر سر د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر د جګړې پېلېدو له وجې ټاکنې وځنډيدې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه د توشه خانې مقدمې فیصله واوروله او و یې ویل چې عمران خان ورته د شتمنیو او ډالیو خرڅولو په اړه ناسم معلومات ورکړي ول نو ځکه یې د ایین له ۶۳مې مادې سره سم د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي.

تحریک انصاف ګوند د هغې پرېکړې ضد اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ. د اکتوبر پر ۲۴مه د های کورټ مشر قاضي وویل چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په کورمه کې د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره د نوماند په توګه په ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستای شي. اطهر من الله وویل، پر نوموړي په انتخاباتو کې د برخې اخیستو هېڅ بندیز نه شته او هغه یوازې په قامي اسمبلۍ کې د خپلې اوسنۍ څوکۍ لپاره نااهله شوی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG