د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ د عمران خان نااهلۍ خلاف قرارداد منظور کړی


د خیبر پښتونخوا د مالیې وزیر د انتخاباتي کمېشن پرېکړې ضد قرارداد وړاندې کړی وو - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا د مالیې وزیر د انتخاباتي کمېشن پرېکړې ضد قرارداد وړاندې کړی وو - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو کمېشن له لوري د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان نااهلۍ خلاف قرارداد منظور کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د اکتوبر پر ۲۱مه د توشه خانې مقدمې فیصله واوروله او و یې ویل چې خان ورته د شتمنیو او ډالیو خرڅولو په اړه ناسم معلومات ورکړي ول نو ځکه یې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي. تحریک انصاف ګوند هغه پرېکړه غندلې.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ چې د اکتوبر پر ۲۲مه پرېکړه لیک منظور کړ نو د اپوزیشن ګوندونو غړي احتجاجاً له اسمبلۍ ووتل.

د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک د اپوزيشن له نورو سیاستوالانو سره په پېښور کې خبري غونډې ته وويل چې د اسمبلۍ سپیکر ورته د خبرو کولو لپاره وخت ور نه کړ.

نوموړي وویل، د واکمن تحريک انصاف غړو د ټاکنو خپلواک کمېشن پرضد، چې يوه ایيني اداره ده، قرارداد وړاندې کړ چې قانوني جواز نه لري.

د ده په وینا، که د تحریک انصاف غړي د انتخاباتو کمېشن له دې پرېکړې سره ستونزه لري نو اسمبلي دې د "سیاست" لپاره نه کاروي بلکې عدالت ته دې ورشي. تحریک انصاف ګوند وار له مخه د کمېشن د فیصلې پرضد اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړی دی.

د خيبر پښتونخوا د خزانې وزير تیمور سلیم جګړا د پرېکړه لیک وړاندې کولو پر وخت وويل چې د ټاکنو کمېشن یې له مشر سره "زیاتی" کړی دی.

د ده په وینا، د بهرنيو ډاليو د خرڅولو په مقدمه کې د عمران خان نااهله کول "سیاسي سازش" دی نو ځکه د کمېشن پرېکړه "غندي".

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې په خپلو چارو کې خپلواک او بې طرفه دی، د هېڅ ګوند یا ډلې ملاتړ یا مخالفت نه کوي او ټولې پرېکړې له قوانینو او ایین سره سمې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG