وزیراعظم د بلوچستان حکومت ته امر کړی چې په شیراني ضلع کې د زڼغوزو پر ونو د لګیدلي اور د مړ کولو لپاره دې سمدستي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان سرکاري راډیو د مې پر ۲۰مه خبر ورکړی چې وزیراعظم شهباز شریف د پېښې نوټس اخیستی او د تحقیقاتو امر یې کړی دی. وزیراعظم د اور لګېدو له کبله د درو کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او متعلقه ادارو ته یې امر کړی چې د پېښې ځای ته دې سمدستي ځانونه ورسوي.
د وزیراعظم شهباز شریف له دې امر نه وروسته، د بلوچستان صوبې لوړ پوړي اعلی چارواکي چې پکې د ځنګلاتو د ادارې مشر او د صوبې چیف سېکټري هم شامل دي، شیراني سیمې ته رسېدلي دي. دوی به په یوه مهمه غونډه کې د اور وژلو لارې سنجوي او دا پرېکړه به هم کوي چې په دې مد کې له پوځه هم د کومک غوښتنه وکړل شي او که څنګه؟
د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي چې دا اور د موساخېل او شیراني ضلعې تر منځ د شنه غره په ځنګلونو کې د مې پر ۱۲مه ڼېټه لګېدلی وو چې انتظامیه یې لا هم د دې خبر تر خپرېدو په قابو کولو کې نه وه بریالۍ شوې. دا تر اوسه نه ده څرګنده چې د اور د لګېدو وجوهات څه دي؟
د شیراني سیمې خلکو د دغه اور د وژنې غوښتنه د صوبايي او مرکزي حکومت نه کړې ده او له تېرو درو ورځو راهېسې یې احتجاج هم پیل کړی دی. دوی د ژوب ـ شیراني او خیبر پښتونخوا ترمنځ لویه لاره (نېشنل های وی) هم د احتجاج په توګه تړلې ده.
د سیمې خلک وايي، پر ځنګله د اورلګېدو له وجې د هغوی د زیتونو او زنغوزو په شان قیمتي ونې د تبا کېدو په حال کې دی او د ځنګله زیاته برخه سوځېدلې ده. دوی وايي که حکومت او پوځ د دغه اور د وژلو هڅه زر ونه کړه نو پاتې ځنګل به هم له منځه ولاړ شي.
د صوبې له مرکز کوټې څخه د ۴۵۰ کلو میټر په واټن کې پرتې شیراني ضلعې په غرنۍ سیمه کې لګېدلي اور له امله د مې پر ۱۹مه درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وو.
د روغتیا د څانګې ضلعي مشر ډاکټر عبدالهادي د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له ځپل شویو خلکو سره د مرستو او د زخمیانو د درملنې لپاره یې د غره په لمنه کې دوه کیمپونه لګولي دي.
د شیراني ضلعې مرستیال کمېشنر شیخ عصمت الله وايي چې د اور مړ کولو لپاره له پوځه مرسته اخلي.
تر دې وړاندې د بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو ویلي وو، د اوور وژني په خاطر له مرکزي حکومت سره په تماس کي دي. نوموړي د مې پر ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ووویل چې مرکزي حکومت د اور وژنې په هلو ځلو کې د مرستو لپاره یو هیلي کاپټر ږوب ته لیږلی دی.
د طبعي ناورینون پر وړاندې د مبارزې د صوبايي ادارې پي ډي اېم ای چارواکي وايي، هغوی د اورلګېدنې د سیمې له شاوخوا نه خلکو ته د لرې اوسیدو امر کړی دی او هڅه یې ده چې د خلکو سر او مال ته زیانونه ونه رسېږي.
خو راپورونه وايي، پر ځنګله د لګیدلي اور له وجې په لویه پیمانه ځنګلي ژویو ته هم تاوان رسېدلی دی.