د لاسرسي ځای

تازه خبر

بکاخېلو کې په بمي برید کې د کالج دوه استادان ژوبل شوي


پولیس وايي، بمي چاودنه د بنو په بکاخېلو کې وشوه.
پولیس وايي، بمي چاودنه د بنو په بکاخېلو کې وشوه.

پولیس وايي، د بنو په بکاخېلو کې د سړک تر غاړې په بمي چاودنه کې د شمالي وزیرستان د یوه کالج دوه ښوونکي ژوبل شوي دي.

د بنو پولیسو یوه چارواکي عابد الله مشال راډیو ته وویل چې د میرلي کالج دوه استادان انور خان داوړ او شېر علي وزیر د مې پر ۱۹مه له میرلي څخه بنو ته پر لاره ول چې ګاډی یې په بکاخېلو کې د سړک غاړې ښخ بم ښکار شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې بم د هغه ښوونکو په نښه کولو لپاره ښخ شوی وو او که څنګه، او همداراز یې ذمه واري هم چا نه ده منلې، خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په همدې حال کې وسله والو په میرلي کې د نجونو پر یوه ښوونځي بمي حمله کړې ده خو پکې ځاني زیان نه دی شوی.

د میرلي تاڼې په یوه بیان کې ویلي چې برید د مې پر ۱۹مه هغه مهال شوی چې نجونو په ښوونځي کې د ۱۰م ټولګي ازموینه ورکوله.

پر سکول د بمي حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

په وروستیو کې د شمالي وزیرستان او د بنو په بکاخېلو کې یوشمېر هدفي حملې او چاودنې شوې دي چې پکې د امنیتي سرتېرو او سرکاري کارکوونکو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د خیبر پښتونخوا حکومتي او امنیتي چارواکي وايي، په هغو سیمو کې یې د وسله والو پرضد عملیات نه یوازې جاري ساتلي بلکې پراخ کړي یې هم دي او هڅه کوي چې د بریدونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG