د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا څه باندې ۶۴ زره عارضي استادان غواړي چې نوکرۍ یې پخې شي


په خیبر پښتونخوا کې د سرکاري سکولونو د استادانو سازمان مشر عزیزالله خان مشال راډیو ته وویل چې قانون د دوی د مستقل کولو لپاره هم جوړ دی.
په خیبر پښتونخوا کې د سرکاري سکولونو د استادانو سازمان مشر عزیزالله خان مشال راډیو ته وویل چې قانون د دوی د مستقل کولو لپاره هم جوړ دی.

په خیبر پښتونخوا کې په عارضي توګه د اخیستل شویو ښوونکو سازمان وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تیرو شاوخوا پینځو کالو راهیسې ۶۴ زره ښوونکي په سرکاري سکولونو کې اخیستل شوي خو تر اوسه لا هم مستقل شوي نه دي.

د یاد سازمان صوبايي مشر عبدالروف مشال راډیو ته وویل چې حکومت په وار وار له دې ښوونکو سره د مستقل کولو ژمنه کړې خو پوره کړې یې نه ده، د کوم پرضد چې دې ښوونکو احتجاجونه هم کړي دي.

د عبدالروف په وینا، د نه مستقل کېدو له کبله دا ښوونکي له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل، " د بهرتۍ کولو لپاره د حکومت خپل یو طریقه کار وي چې څه وخت پس کسان مستقله شي خو موږ له تیرو شاوخوا پینځو ، شپږو کالو راهیسي دوي اخستي ۶۴ زره ۲۰۰ کسان یو خو لا هم مستقل شوي نه یو."

ده زیاته کړه چې له دې کبله ورته له یوه ځای بل ته د بدلۍ کول ، نورو زده کړو کولو او داسې نورې ستونزې ورپېښې دي.


په خیبر پښتونخوا کې د سرکاري سکولونو د استادانو سازمان مشر عزیزالله خان مشال راډیو ته وویل چې قانون د دوی د مستقل کولو لپاره هم جوړ دی.

خو د ده په وینا، ځینو حکومتي محکمو دا اعتراض کړی دی چې تر ۱۵م ګرېد پورته چې کومې برتۍ دي هغه به پبلک سروس کمېشن کوي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم داسې شوي دي چې استادان د ازموینو د ملي نظام یا این ټي ایس له لارې اخیستل شوي وو.

په دې اړه مو د خیبرپښتونخوا د تعلیم له وزیر شهرام خان ترکي، د هغه له مرستیال او بیا د تعلیم محکمې له ډایریکټر حافظ ابراهیم او نورو اړوند چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی خبرې ونکړې.

خو د تعلیم صوبايي وزیر شهرام ترکي د اپرېل پر ۲۲مه یوې غونډې ته د دې خبرې باور ورکړی وو چې ډېر زر به دا ټول استادان مستقل کړل شي.

په دې غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې په صوبه کې به د استادانو کمي پوره کولو لپاره ۲۱ زره نور ښوونکي ګماري.

د دوی په وینا، په دې کې د ډېرو ټیسټونه او انټرویو ګانې شوې هم دي او ډېر زر به دا عمل سر ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG