امريکا د روسيې پر هغو ۴۰ کسانو او ادارو د بندیزونه بل پړاو اعلان کړی چې له دعوې سره سم، هڅه کوي چې پر هغه هېواد له لګول شويو پخوانيو جرمانو څخه ځان وژغوري.
د اپرېل پر ۲۰مه په اعلان شوي نوي فهرست کې د روسیې يو بانک، د کمپیوټري پیسو جوړولو کمپنۍ او د شتمنو کسانو د ډلې غړي کانستنتين مالوفیېف شامل دي. امريکا پر مالوفیېف تور پورې کوی چې په کریميا کې د بېلتونپالو مالي ملاتړ کوي.
له کله چې روسيې د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه پر اوکراين یرغل کړی، امريکا او متحدينو يې پر مسکو په څو پړاوونو کې بندیزونه لګولي دي.
د امريکا د ترهګرۍ او مالي چارو استخبارتي څانګې مرستيال وزير براین نېلسن ويلي چې د ماليې وزارت هغه کسان يا ادارې په نښه کولای شي او هدف به یې وګرځوي چې پر روسيې له لګېدلیو بندیزونو ځان ژغوري یا د بچېدو هڅه کوي او یا بیا له بل چا سره په ژغورنه کې مرسته کوي.
په عین حال کې د اوکراین په محاصره ښار ماریوپول کې له روسیې سره د خبرو اترو د "ځانګړي پړاو" وړاندیز کړی او غوښتنه یې کړې چې مسایل بايد د خبرو له لارې حل شي.
دا تر هغې وروسته ده چې په هغه ښار کې وروستیو مزاحمت کوونکو اوکراینیو ځواکونو ته د تسلیمېدو لپاره د روسیې ورکړی اخري مهلت د اپرېل پر ۲۰مه پای ته ورسید.
د اوکراین د ولسمشر نېږدې ملګري او د هغه هېواد مهم مرکچي میخایلو پدولیاک ویلي چې د اوکراین لوري تیار دی چې بې له کوم شرطه خبرو اترو ته کښېني.
یو بل مهم اوکرایني مرکچي داوېد اراخامیا پر ټېلېګرام ويلي چې هغه او پودولیاک "ماریوپول ته د رسېدو لپاره چمتو دي چې له روسیې سره زموږ د پوځيانو او ملکي وګړو د ایستلو په اړه خبرې وشي."
مسکو د دې وړاندیز په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښوولی.
د اپرېل پر ۲۰مه له ماریوپوله د ملکي وګړیو د ایستلو "یوه بله هڅه ټکنۍ" شوه. د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړ چې "په ماریوپول کې وضعیت په خرابېدو دی."
نوموړي وویل په هغه ښار کې زرګونه سرتېري او ملکي وګړي بند پاتې دي.