ګلزار خان هریانکوټ: زموږ کورنۍ د هنر او ادب پالونکې ده
د هارون باچا هنري ګړۍ ګرانو ملګرو! دا اوونۍ د ګلزار خان هریان کوټ سره خبرې کوو. هغه یو شوقي یا اماتور هنرمند دی. موسیقي جوړوي او سندرې وايي. د هنر سره د بې کچه بې مینې لرونکی دا ځوان د ملاکنډ درګۍ د هریان کوټ سیمې سره تعلق لري. اعلی تعلیم یې په کمپیوټر ساینس کې کړی او د شوق له مخې هنري فعالیتونه کوي. دلته دا یادګیرنه هم ضروري ګڼو چې د هغه باباجان دوست محمد طالب جان د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر دی او په کورنۍ کې یې د الماس خانم او کامران خان ارمان په شان پیغلې او ځوانان هم شته چې د ارټ لپاره یې خدمتونه کړي دي. نو دا زلمی زموږ مېلمه دی. تاسو ته بلنه درکوم چې دا خپرونه راسره بدرګه کړئ.
برخې
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵
ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵
خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی
-
دسمبر ۱۹, ۲۰۲۴
نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي
-
دسمبر ۱۲, ۲۰۲۴
ضياالدين ضيا وايي د "خيبر جرګې" سندره يې خورا مشهوره شوې