د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین کې پاکستاني زده کوونکي له مشکلاتو سره مخامخ دي


اوکراین کې پاکستاني زده کوونکي له مشکلاتو سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته په پوهنتونونو کې بند پاکستاني زده کوونکي وايي له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. د خارکیف پوهنتون دوو زده کوونکو د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د ځمکلاندې اورګاډي په تمځي کې ناست دي او د پاکستان سفارت ورسره لا مرسته نه ده کړې. په اوکراین کې د طبي پوهنتون یوه بل زده کوونکي له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې ورسره دې ژر تر ژره مرسته وکړي او له هغه هېواده دې یې وباسي. اخوا په کییف کې د پاکستان سفارت د جمعې پر ورځ پر ټولو زده کوونکو غږ کړی دی چې ځانونه دې "ژر تر ژره" د اوکراین غربي ښار تېرنوپېل ته ورسوي. د پاکستان دولتي خبري اژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خولې لیکلي چې له خارکیفه لوویف او تېرنوپېل ته د اورګاډو تګ راتګ دوام لري نو زده کوونکي کولای شي چې هلته ولاړ شي. په اوکراین کې یوې پاکستانۍ زده کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستای شي، دا ویډیو مشال راډیو ته استولې ده.

XS
SM
MD
LG