اسحاق خان د مشال راډیو په تخنیکي څانګه کې کار کوي چې په تېرو کلونو کې یې یوه ویډیويي هنري خپرونه هم پر مخ وړې ده.
د سېپټېمبر پر ۲۳مه او ۲۴مه د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د څه باندې ۴۰۰ کاله پخوانۍ جګړې په یاد کې یو تمثیلي جنګ شوی دی. هغه جګړه د ۱۶۲۰ز کال د نومبر پر اتمه له پراګ ښار سره نېږدې په سپین غره کې شوې وه. د سپین غره په نوم د تاریخي جګړې د تمثیل په اړه ویډیويي رپورټ.
پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته په پوهنتونونو کې بند پاکستاني زده کوونکي وايي له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. د خارکیف پوهنتون دوو زده کوونکو د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د ځمکلاندې اورګاډي په تمځي کې ناست دي او د پاکستان سفارت ورسره لا مرسته نه ده کړې. ویډیو وګورئ.
د پښتو ځوان سندرغاړی شمالي افغان وايي، څه موده مخکې یې چې د نومیالي سندرغاړي استاد ناشناس په موجودګۍ کې سندرې وویلې نو ځینو ملګرو یې د یوټیوب ویډیو د پاکستان کوک سټوډیو
د پښتو ژبې سندرغاړی سرفراز خان وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند او محدودیتونو کار اغېزمن کړی دی. دی وايي، د دې حالاتو له وجې یې یو شمېر محفلونه او غونډې لغوه شوې.
خالد ملک پېژندل شوی سندرغاړی دی چې له څه د پاسه دوو لسیزو راهیسې د موسیقۍ په ډګر کې فعال دی. دی وايي، د کورونا وایرس وبا یې کار اغېزمن کړی دی
سندرغاړی او موسیقار یمي خان وايي، له ماشوموالي یې له موسیقۍ سره شوق وو. دی په پېښور کې د موسیقۍ سټوډیو لري او ډېرو نومیالیو سندرغاړو ته یې کار کړی.
د شکرپورې علي بابا خان وایي، له موسيقۍ سره مينې او سندرو ويلو ورته کورنۍ ستونزې جوړې کړې وې. خو زياتوي چې د صوفيانه شعرونو په ويلو يې د خپلې کورنۍ د غړيو او دوستانو زړونه وګټل. د علي بابا خان د ژوند او فن په اړه د ده نورې خبرې له اسحاق خان سره په هنري بنډار کې
د ملاکنډ سردار یوسفزی له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې سندرې وايي. نوموړی وایي، د موسیقۍ هنر ته ځينې خلک په دې خاطر په ښه سترګه نه ګوري چې ځېنې سندرغاړي غیرمعياري شعرونه وایي. نوموړي له "اسحاق خان سره هنري بنډار" کې د خپل هنر په اړه نورې خبرې هم کړي. بشپړه مرکه وګورئ.
شان خان د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی دی چې له ۲۰۰۸ز کال راهیسې سندرې وايي. دی وايي، لومړی یې په اردو ژبه سندرې ویلې، بیا یې په پښتو ویل پیل کړل. د نوموړي یوه سندره "جانان" خوره مشهوره شوې وه. شان خان د کمال مسید زوی دی چې خپله یوه ولسي سندرغای وو. "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې د نوموړي مرکه وګورئ.
د خیبر پښتونخوا ځوان هنرمند مدثر زمان پر سندرو سربېره د کرکټ لوبغاړی، ممثل او مدني فعال دی. نوموړی وایي پر یوټیوب باندې نور خلک د دوی سندرې پورته کوي او پیسې پرې ګټي خو ډیری هنرمندان په دې خبر نه دي. له مدثر زمان سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ.
د پښتو ځوان سندرغاړی زبېرنواز چې په امریکا کې ژوند کوي وایي غواړي پښتو موسیقي د نړۍ په کچ د خلکو تر غوږونو ورسوي. د نوموړي په وينا موسیقي تر ډیرو هغو کارونو ښه ده چې بدې پایلې ولري. له زبېر نواز سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ چې د عظمت علی شاه په مرسته جوړ شوی.
د قبايلي سيمو ځوان پښتون سندرغاړی شوکت عزیز وایې له ۲۰۰۶م کال راهیسې سندرې وايي خو د وطن خرابو حالاتو ته په کتو يې وطني سندرو ته مخه کړې ده. نوموړی وايي د ولس بیدارولو لپاره وطني سندرې اړينې دي. له شوکت عزیز سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ.
د پښتو سندرغاړی او کمپوزر ماسټر علي حیدر وایي خوشحاله دی چې پښتو موسیقۍ ته اوس لوستي کسان هم راغلي دي. د نوموړي په وينا نوي سندرغاړي بايد په حرفوي بڼه موسيقي زده کړي ځکه د کمپيوټري سندرو له لارې پښتو موسيقي له زوال سره مخامخېدلای شي. له نوموړي سره مرکه ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وګورئ.
د "اسحاق خان هنري بنډار" په دې خپرونه کې مو له نومیالي سندرغاړي بهرام جان ځاځي سره خبرې کړې دي. نوموړی اوسمهال په اسټریا (اتریش) کې اوسي او وايي، هېواد ته ستنېدو ته یې زړه غواړي، خو د ځینو ستونزو له کبله یې نشي کولای. د نوموړې خبرې او سندرې په دې ویډیو کې.
د "اسحاق خان هنري بنډار" په تازه خپرونه کې مو د پښتنو له نومیالي سندرغاړي نعیم توري سره خبرې کړې دي. دی د کورمې دی خو په اسلام اباد کې اوسي او خپل کاروبار کوي. په ویډیويي مرکه کې نوموړي ځېنې سندرې هم ویلې دي.
پراګ د چېک جمهوریت پلازمېنه او تاریخي ښار دی. په دې ښار کې یو پخوانی ډبرین پل دی چې شاوخوا شپږ نیم سوه کاله پخوانی دی. دا پل دومره پیاوړی دی چې څو ځلې سېلاوونو هم و نه نړولی شو. په دې ویډیويي رپورټ کې مو د پراګ او د چارلس پله چکر درکوو.
ځاځی او کرن خان هيله من دي چې په اختر کې خپرې کړې سندرې به يې خلک خوښې کړي.
سندرغاړی بریالی ولي وايي، راتلونکې کوچني اختر ته یې یوه سندره تیاره کړې او پر ځېنو نورو سندرو هم کار کوي. نوموړی وايي نوي سندرغاړي دې معیاري شعر انتخابوي. اسحاق خان ورسره مرکه کړې.
د مشال راډیو په ویډيويي خپرونه "له اسحاق خان سره بنډار" کې مو دا ځل د پښتو ژبې هنرمند عرفان خان مېلمه دی. نوموړی وايي د پښتو تر څنګ يې په انګليسي، اردو او فارسي ژبو هم سندرې ويلي دي. اسحاق خان له عرفان سره د ده د هنر او ژوند په اړه ویډیويي مرکه کړې ده.
د مشال راډیو په نوې ویډيويي خپرونه "له اسحاق خان سره بنډار" کې مو دا ځل د پښتو ژبې هنرمند بختيار خټک مېلمه دی. نوموړی وايي لومړی يې اداکاري کړې وه خو وروسته يې په سندرو ويلو پېل وکړ. اسحاق خان له بختيار خټک سره د ده د هنر او ژوند په اړه ویډیويي مرکه کړې ده.
نور وښیئ