پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۱۳مه تر تاوده بحث وروسته د اضافي بودیجې هغه مسوده منظوره کړې چې له لارې یې حکومت د ۳۴۳ اربه روپیو مالیې ټولول غواړي.
اپوزیشن وايي، دا اضافي بجټ پر ولس د ټیکسونو له لارې بوج زیاتوي خو حکومت دریځ لري چې د مالیو له لوړولو پرته یې بله لاره نه لرله. د هغې مسودې رسمي نوم د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال اضافي مالیاتي مسوده یا بېل دی چې ورته په عامه اصطلاح کې مېني بجټ یا کوچنۍ بودیجه ویل کېږي.
د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو چارو د مملکتي وزیر فرخ حبیب له خولې ویلي چې د حکومت ملګرو ګوندونو یې بشپړ ملاتړ وکړ چې ورسره د اضافي بودیجې مسوده منظوره شوه.
د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالانو د جنورۍ پر ۱۳مه هم په قامي اسمبلۍ کې نعرې ووهلې او احتجاج یې وکړ.
بجټ څه ته وايي؟
په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي. په هغه هېواد کې مالي کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسي او حکومت اکثر په مې یا جون کې نوی بجټ تیاروي او قامي اسمبلۍ ته یې وړاندې کوي.
د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکتر انور شاه د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، حکومتونه بجټ ځکه جوړوي چې د کلنۍ ګټې او لګښتونو یو اټکل وکړي او له هغې سره سم بیا پر پرمختیايي او نورو کارونو پیسې ولګوي. ''حکومت په کال کې یو ځل بجټ پېش کوي او وايي چې زموږ به د کال دومره خرچه وي. لکه فرض کړه چې زموږ به د کال ۱۰ لکه روپۍ خرچه وي او زموږ امدن دی اته لکه [روپۍ]، نو دوه لکه به موږ قرضه اخلو. دا په کال کې یو ځل وي.''
د اضافي بجټ اړتیا
د ډاکتر شاه په خبره، کله چې حکومت پوه شي چې اټکل یې سم نه وو نو بیا مجبورېږي چې د امدن او لګښتونو د متوازنولو لپاره بله اندازه ولګوي.
دی وايي، کله چې حکومت پوه شي چې امدن یې کم دی او لګښتونه یې زیات دي نو بیا د ګټې زیاتولو لپاره نور ټیکسونه لګول غواړي، او د دې کار لپاره باید اضافي بودیجه یا مېني بجټ جوړ کړي.
د پاکستان له اساسي قانون سره سم، حکومت باید د پیسو، ټیکسونو، ګټو او لګښتونو په اړه ټولې قانوني مسودې له پارلېمانه منظور کړي.
د ای اېم اېف اهداف او حکومتي اقدامات
د قایداعظم پوهنتون د اقتصاد بل استاد ډاکتر جاوېد اقبال وايي، پاکستان له څه د پاسه درو کلونو راهیسې له مالي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د دې لپاره یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یوه موافقه کړې ده. دی وايي، ای اېم اېف قرض د ځینو شرطونو په پوره کولو ورکوي.
د ډاکتر اقبال په خبره، د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د امدنۍ یو هدف ورکړی دی چې هغه باید پوره کړي چې د هغې په پایله کې ورته پور ورکړي.
دی وايي، حکومت د ای اېم اېف د شرطونو پوره کولو لپاره اضافي بجټ وړاندې کړی دی. ''د ای اېم اېف په هغو شرایطو کې دا دي چې هغوی موږ ته د امدنۍ یو [هدف] راکړی دی. د عام کس پوهولو لپاره داسې ده چې هغوی وايي چې له تاسې سره دومره پیسې کمې دي، هغه پوره کړئ. د هغو پیسو پوره کولو لپاره څه قوانین [منظورول ضروري] وي چې پکې یو قانون دا وي چې پر خلکو ټیکس سېوا کړه او که په کوم ځای کې سبسېډي (رعایت) ورکوې نو هغه ختم کړه.''
ای اېم اېف په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان ته په څه باندې درو کلونو کې د شپږ اربه ډالرو پر قرض ورکولو سلا شو خو په ۲۰۲۱ز کال کې یې ورته د مالي او اقتصادي اصلاحاتو نه کولو له وجې د پیسو ورکول وځنډول.
پیسو نړیوال صندوق پروسږکال په نومبر کې د اسلام اباد له لوري تر ژمنو وروسته د پور پر دوام موافقه وکړه. همدا لامل دی چې حکومت د ډېسېمبر پر ۳۰مه د اضافي بجټ مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه او ویې ویل چې له منظورېدو سره به یې د ټیکسونو له لارې ۳۴۳ اربه روپۍ وګټلای شي.
د مالي چارو وزیر شوکت ترین د اضافي بجټ تر وړاندې کولو وروسته ویلي ول چې حکومت د ای اېم اېف د شرطونو پوره کولو لپاره د ټیکسونو زیاتولو وړاندیز کړی دی او بله لاره ورسره نه وه.
حکومتي لګښتونه کمول که د مالیو زیاتول؟
خو ډاکتر اقبال وايي، حکومت کولای شول چې خپل لګښتونه کم کړي.
د دولتي ادارو فعالیتونه او پکې د کارکوونکو تنخاګانې د حکومتي لګښتونو یوه لویه برخه جوړوي.
د ډاکتر انور شاه په اند، حکومت نه شي کولای چې د خپلو لګښتونو کمولو لپاره د دولتي ادارو د کارکوونکو تنخاګانې کمې کړي، نو ځکه ورته د نامستقیمو مالیو لګول اسانېږي.
کله چې حکومت د استعمال پر شیانو یا خدماتو ټیکسونه ولګوي، هغه نامستقیمې مالیې بلل کېږي او مستقیم ټیکسونه هغه وي چې خلک یې نېغ حکومت ته ورکوي. د مثال په ډول، د موبایل ټېلېفون پر کارډ ټیکس نامستقیمه مالیه بلل کېږي خو له تنخا څخه چې حکومت پیسې ګرځوي، هغه مستقیمه مالیه وي.
همدا لامل دی چې د جاوېد اقبال او انور شاه په اند، د حکومت اضافي بجټ به پر ولس اغېز وکړي او بوج به ورباندې زیات کړي.
د پاکستان د مالي چارو وزیر شوکت ترین د ډېسېمبر پر ۳۰مه خبریالانو ته ویلي ول چې په اضافي بجټ کې یې پر هغو شیانو د ټیکسونو وړاندیز کړی دی چې مخکې له مالیو مستثنا ول.
د ده په خبره، د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د پور د دوام لپاره اړینه وه چې پر ګاډو، موبایل ټېلېفونونو، کمپیوټرو او ځینو نورو شیانو مالیې ولګوي او یا ورباندې ټیکسونه زیات کړي.
ترین زیاته کړې وه چې په دې توګه پر ولس یوازې د دوه اربه روپیو اضافي بار پرېوځي.
د پاکستان حکومت همداراز دریځ لري چې له تېرو حکومتونو څخه ورته خراب اقتصاد په میراث کې پاتې شوی وو چې د سمولو هڅې یې کوي او په وینا یې، د دې لپاره ځینې سختې پرېکړې اړینې دي.