د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ خلاف مظاهرې شوې دي


په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ خلاف مظاهرې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

د عوامي نیشنل ګوند مشرانو، غړو او پلویانو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي. د سېپټېمبر پر ۱۹مه د ګرانۍ پرضد احتجاجونو ته ولسي وګړي هم ورغلي ول. د ګوند مشرانو مظاهرو ته په وینا کې پر حکومت تور پورې کړ چې د اقتصاد په ښه کولو کې پاتې راغلی. دا مظاهرې پر داسې مهال شوې دي چې حکومت د سېپټېمبر پر ۱۵مه د تېلو بیې لوړې کړې. د عوامي نیشنل ګوند علاوه جمعیت علمای اسلام (ف) هم د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې وکړې. د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت وايي، د ګرانۍ لامل د کورونا وایرس جهاني وبا ده او دا چې اقتصادي ستونزې ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې وې چې د هواري هڅو ته یې دوام ورکړی. ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG