د خبریالې رضیه محسود ژوند او کار ته کتنه
دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې له جنوبي وزیرستانه رضیه محسود مېلمنه ده. نوموړې په سیمه کې یوازینۍ ښځینه خبریاله ده. هغه له ټي اېن اېن راډیو، انډیپنډنټ اردو او ډان ورځپاڼو سره هم کار کوي. رضیه پر فیسبوک او یوټیوب چینلونو خپلې پاڼې هم لري او په ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي. هغه د دې تر څنګ یوه ټولنیزه فعاله هم ده او د خلکو د خېر ښېګړې لپاره هم کارونه کوي. نوموړې ته په ۲۰۲۱ کال کې د فخر وزیرستان او پاکستان انټرنېشنل هیومن رایټس ایوارډونه هم ورکړل شوي دي. د رضیه محسود د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.
برخې
-
مارچ 01, 2022عذرا په خپلې شاعرۍ کې د مېرمنو د حقونو پالنه کوي.
-
دسمبر 09, 2021د باجوړ حمیده په هالینډ کې خپل کاروبار چلوي
-
اکتوبر 09, 2021مهرالنسا اکبر وايي، د استاد ښه رویه ماشومانو لپاره اړینه ده
-
اکتوبر 02, 2021سلګۍ غزل خپله شاعري ټولو ته رسول غواړي
-
اکتوبر 01, 2021د ښځو ځواکمنولو ادارې کارمنده ښایسته یاسمین مو مېلمنه ده
-
ستمبر 09, 2021لوبې خوداعتمادي، د وطن مینه او زغم پیدا کوي: ګلنار خټک