لوبې خوداعتمادي، د وطن مینه او زغم پیدا کوي: ګلنار خټک
په سروې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې د لوندخوړ اوسېدونکې ګلنار خټک مېلمنه ده. نوموړې د لوبو په میدان کې لاسته راوړنې لري او ترڅنګ یې ټولنیزه فعاله هم ده. خټکه په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د هاکي د ښځو د لوبډلې عمومي سېکرټره پاتې شوې ده او په یوشمېر نړیوالو لوبو کې یې د خپلې ډلې د تنظیموونکې په حیثیت برخه اخیستې ده. ګلنار خپله هم مختلفې لوبې کړې دي او پکې یې یوشمېر انعامونه او سکالرشېپونه یا وظیفې ګټلي دي. هغې د لوبو په برخه کې د پاکستان د حسن کارکردګۍ تمغه یا جایزه هم ګټلې. ګلنار خټکه په ټولنه کې د خیرښېګړې کارونه هم کوي. د نوموړې د ژوند او کار د هغې مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
مارچ 01, 2022عذرا په خپلې شاعرۍ کې د مېرمنو د حقونو پالنه کوي.
-
دسمبر 09, 2021د باجوړ حمیده په هالینډ کې خپل کاروبار چلوي
-
اکتوبر 09, 2021مهرالنسا اکبر وايي، د استاد ښه رویه ماشومانو لپاره اړینه ده
-
اکتوبر 02, 2021سلګۍ غزل خپله شاعري ټولو ته رسول غواړي
-
اکتوبر 01, 2021د ښځو ځواکمنولو ادارې کارمنده ښایسته یاسمین مو مېلمنه ده
-
اګست 31, 2021خبریالي مې مسلک او غرختنه مې شوق دی: رشنا ضمیر