افغان ميرمني سولې ته ليواله دي: حسنا کوثر
په سروې خبرونه کې له افغانستانه حسنا کوثر مېلمنه ده. نوموړې یوه سیاسي او مدني فعاله، شاعره، لیکواله او خبریاله ده. هغه په ننګرهار کې د دوه خېریه ادارو مشري کوي. یوه یې کیږدۍ مدني ټولنه ده چې هغو بې سرپرسته ښځو ته د تعلیم او ژوند زمینه برابروي چا چې میندې او پلرونه په جنګونو کې بایللی وي. حسنا د لارو کوڅو ماشومان او یتیمانان هم راټولوي او په خپلو ذرایعو او وسیلو سره ورته د تعلیم موقع ورکوي. بله اداره یې کوثر مدني ټولنه ده. دا ټولنه د هغو خویندو لپاره چې د شاعرۍ او لیکنې پټ استعدادونه لري، د صلاحیتونو د برسېره کولو لپاره یې کار کوي او ادبي هلې ځلې پرمخ وړي. د حسنا کوثر دوه کتابونه چاپ شوي دي چې یو یې ټپیزه کتاب دې. حسنا د نجونو تعلیم روزګار او ټولنیزو مشکلاتو د حل لپاره کار کوي. هغه د کورني تشدد، د نجونو په بدو کې ورکولو او دغه شان د نورو معاشرتي مسلو د حل لپاره کار کوي. له حسنا کوثر سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
مارچ 01, 2022عذرا په خپلې شاعرۍ کې د مېرمنو د حقونو پالنه کوي.
-
دسمبر 09, 2021د باجوړ حمیده په هالینډ کې خپل کاروبار چلوي
-
اکتوبر 09, 2021مهرالنسا اکبر وايي، د استاد ښه رویه ماشومانو لپاره اړینه ده
-
اکتوبر 02, 2021سلګۍ غزل خپله شاعري ټولو ته رسول غواړي
-
اکتوبر 01, 2021د ښځو ځواکمنولو ادارې کارمنده ښایسته یاسمین مو مېلمنه ده
-
ستمبر 09, 2021لوبې خوداعتمادي، د وطن مینه او زغم پیدا کوي: ګلنار خټک