د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر خبريالانو " نامالومه" حمله کوونکي څوک دي؟ 


په ۲۰۲۰ کال کې يوه خبریاله په مظاهره کې غوښتنه کوي چې: خبریالان مه وژنئ
په ۲۰۲۰ کال کې يوه خبریاله په مظاهره کې غوښتنه کوي چې: خبریالان مه وژنئ

د مې پر ۲۸مه د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون په يو شمېر نورو ښارونو کې د خبريالانو ټولنو د احتجاج پر مهال پر اسد علي طور د تشدد غندنه او له حکومته غوښتنه وکړه چې پر طور بريد کوونکي دې ونيسي او د نورو خبريالانو تحفظ دې باوري کړي.

د مې پر ۲۵مه د شپې مهال په اسلام اباد کې د خبريال اسد علي طور کور ته دننه ځينې وسله لرونکي کسان ورغلل او د ده په وينا پښې او لاسونه يې وروتړل او تشدد يې ورباندې وکړ.

تر پېښې وروسته په خپره شوې ويډيو کې طور ادعا کوي چې له دغو دريو کسانو څخه يې يوه ورته وويل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای غړی دی.

د پاکستان استخباراتي ادارو لا هم په دې اړه څه نه دې ويلي خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري د مې پر ۲۶مه د اسلام اباد پوليسو مشر ته امر وکړ چې د پېښې پلټنې دې وکړي.

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې پر خبريالانو د تشدد او د هغوی د تښتونې او وژنې پېښې رامنځ ته شوي دي چې وروسته د "نامعلومه" کسانو پرضد مقدمې درج شوي دي. د خبريالانو ټولنې او د هغوی لپاره کارکوونکې تنظيمونه شکايت کوي چې په دا ډول پېښو کې زياتره وخت ککړ کسان نه نيول کېږي.

خبريال مطيع الله جان د دا ډول پېښو تور د پاکستان پر ايسټېبليشمنټ پورې کوي چې مطلب يې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دي. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د جولای پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د امنيتي ځواکونو جامې په غاړه کسانو وتښتاوه او ۱۲ ساعته وروسته يې بیرته خوشې کړ.

هغه وخت هم د اسلام اباد پولیسو د "ناپېژندلیو" او "نامعلومه" وسله والو پر ضد د مطيع الله جان د تښتونې مقدمه درج کړه او ویې ويل چې پلټنې یې پیل کړې دي، خو نوموړي د مې پر ۲۶ مه مشال راډيو ته وويل چې څه کم يو کال تېرېدو وروسته هم پلټنې نه دي شوې.

"زما په خيال زموږ چې کوم ظاهري ولسي او جمهوري حکومت دی، نو هغه د طاقتور ايسټېبلشمېنټ پر وړاندې بېخي بې وسه دی. زموږ چې کومې ادارې دي، لکه پوليس، عدليه او رسنۍ، نو هغوی دا مهال تر سخت فشار لاندې دي."

په اسلام اباد کې د روان ۲۰۲۱ز کال د اپريل ۲۰مه د پاکستان د برېښنايي رسنيو د نظم ادارې پر پخواني مشر او پر پوځي ايسټېبلشمېنټ منتقد خبریال ابصار عالم باندې هم د خپل کور مخ ته بريد وشو او نوموړی په مرمۍ ولګېدی او ژوبل شو.

هغه وخت هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد ويلي و چې پر ابصار عالم يې د بريد پلټنې پيل کړې دي. خو کله چې د مې پر ۲۷مه له نوموړي څخه په کراچۍ کې د يوې خبرې غونډې پرمهال پر اسد علي طور، ابصار عالم او نورو خبريالانو د بريدونو د پلټنو پوښتنه وشوه، نو هغه زياته کړه چې د اسد په قضيه کې يې پرمختګ کړی دی خو دا يې هم وويل چې د هغوی کړنې يې نه دې خوښي.

"د اسد، ابصار او دې ټولو خلکو په قضيو کې موږ د اسد قضيې ته نيږدې شوي يو. موږ ښايي د دې اوونۍ په پای کې يوې نتيجې ته ورسيږو. خو بلخوا دوی داسې خلک دي چې د حکومت د بدنامۍ سبب ګرځي او موږ د دې کار په کلکه غندنه کوو."

د خبريالانو حقونو سازمانونه وايي په پاکستان کې په دا وروستيو کې پر يوشمېر هغو خبريالانو بريدونه شوي يا ځورول شوي چې د امنيتي ادارو پر تګلارو په څرګند ډول نيوکې کوي.

په پاکستان کې د فريډم نيټورک (ازادۍ شبکه) په نوم د رسنيو حقونو ادارې د اپرېل پر ۳۰مه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۰ز کال له مې میاشتې څخه بيا د ۲۰۲۱ز کال تر اپریل میاشتې پوری په پاکستان کې د خبریالانو پرضد د تشدد او د هغوی د ځورولو ۱۴۸ پیښې ثبت شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې په دې موده کې شپږ خبریالان وژل شوي، پينځه تښتول شوي، د اوو خبریالانو د وژنې هڅه شوې، ۲۵ نیول شوي او د ۲۷ خبریالانو پر ضد مقدمې درج شوي دي.

کلونه وړاندې چې کله د ۲۰۱۴ز کال د اپريل پر ۱۹مه په کراچي کې د پاکستان پر نوموتي خبريال حامد مير وسله وال بريد وشو او هغه ژوبل شو، نو نوموړي او د هغه کورنۍ يې تور د ای اېس ای د هغه وخت پر مشر لېفټينېنټ جنرل ظهير الاسلام پورې کړ. خو امنيتي او استخباراتي ادارو تل په دا ډول پېښو کې لاس لرل رد کړې دي.

دا چې پر خبريالانو بريد کوونکي دا "نامعلوم" کسان څوک دي چې پوليس يې پرضد مقدمه درج کړي او پلټنې پيل کړي؟ د پاکستان د خبريالانو فيډرالي اتحاديې مشر شهزاده ذوالفقار وايي دا د قانون پلي کوونکو او امنيتي ادارو کار دی چې نامعلوم کسان معلوم کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

"د نامعلومه کسانو نوم اخيستل خو ډېر اسان کار دی. د پوليسو په هره مقدمه کې نامعلوم کسان وي خو دا د پوليسو کار دی او دا زموږ د استخباراتي ادارو کار دی چې "نامعلوم" معلوم کړي."

کله چې پر اسد علي طور تر تشدد يوه ورځ وروسته د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د امريکا سفارت بيان خپور کړ چې ((پر خبريالانو هيڅکله بريد نه شي زغمل کېدای))، نو د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري د مې پر ۲۷مه په ځواب کې ټويت وکړ چې له دې خبرې سره ((بشپړ اتفاق)) لري. نوموړې زياته کړې وه چې حکومت په پاکستان کې پر خبريالانو د بريدونه جدي نوټس اخلي او پوليسو ته يې د بشپړ پلټنو او اقدام کولو امر کړی دی.

د پاکستان حکومت د مې پر ۲۱مه د خبريالانو د خونديتوب قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه، خو د بښنې نړیوال سازمان ايمنسټي انټرنېشنل د جنوبي اسيا څانګې ویلي دي چې د خبريالانو د ساتنې بِل قامي اسمبلۍ ته تر وړاندې کولو وروسته پر يو خبريال د کور دننه تشدد کول سخت اندېښمن کړي دي. د دې ادارې په شمول د خبريالانو د حقونو او ژغورنې نورو ادارو هم د پاکستان له چارواکو غوښتي چې د خبريالانو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG