متحده عرب امارات ويلي، د مې پر ۱۲مه د شپې ۱۲ بجې به له پاکستان، بنګلادېش، نېپال او سريلنکا څخه د مسافر وړونکو الوتکو پر ورتګ بندیز وي البته له متحده عرب اماراتو به دې هېوادونو ته پروازونه دوام ولري.
د متحده عرب اماراتو د بېړنيو حالاتو او د ناورينونو نظم ادارې د مې پر ۱۰مه پر خپله وېب پاڼه لیکلي چې دا فېصله یې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر کړې ده.
بل خوا د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزیر او د کورونا وایرس د کنټرول قامي ادارې (اېن سي او سي) مشر اسد عمر تېره ورځ په اسلام اباد کې د تایلېنډ حکومت هغه خبره رد کړه چې ګواکې له پاکستانه تایلېنډ ته ورستانه شويو کسانو کې د کورونا وایرس هندۍ ډول موندل شوی دی.
اسد عمر ویلي چې تر اوسه په پاکستان کې د وایرس دغه قسم نه دی رپوټ شوی.
تېره ورځ د تاییلېنډ د صحت چارواکو ویلي ول چې په هغو دوو کسانو کې د هند د کورونا وایرس ډول رپوټ شوی چې له پاکستانه دې هېواد ته ستانه شوي ول.