د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خیبر پښتنونخوا کې د ساينوفام واکسین منفي نښې نه ترسترګو کېږي'


پېښور کې د چین واکسین
پېښور کې د چین واکسین

چارواکي وايي د چين ساينوفام واکسینو لګولو کمپاين يې په ښه توګه روان دی او تر اوسه یې په هېچا کې منفي اغېز نه دی ليدلی.

د خیبر پښتونخوا د صحت په اداره کې د عامې روغتيا د برخې مشر، ډاکټر اکرام الله وايي پیل یې له روغتيايي کارکوونکو کړی او بيا به هغو وګړو ته چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو پورته وي، واکسين لګوي.

نوموړي د مارچ په څلورمه مشال راډيو ته وويل، کومو خلکو ته د واکسينو ستنې ولګیږي نو د طب د عملي لارښوونو تر مخه بايد هغه تر ۳۰ منټو پورې تر روغتيايي څارنې لاندې وساتل شي. ''موږ د چين ساینوفام واکسین کاروو. په دوه هوره [ډوزونو] کې لګول کېږي. دا واکسین په پاکستان او ګڼو نورو هېوادونو کې نيزدې ۷۵ ميليونو خلکو ته لګيدلي او هېڅ بد اغېز/جانبي عوارض یې نه دی راپور شوی. موږ تر اوسه په خپله صوبه کې دا واکسین ۲۴۰۰۰ کسانو ته لګولي دي. اغېزمنتابه یې ۸۵ فیصده ده. تر اوسه یې پر هېچا بد اثر نه دی کړی.''

امریکا، جرمني، برتانيا، چين، روس، سویټزرلېنډ او هند د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره واکسين جوړ کړي چې د خپلو وګړو تر څنګ یې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ليږلي دي. رويټرز خبري اژانس د امريکا او جرمني کمپنيوو شريکو جوړو کړو واکسينو، فایزر د اغېز فیصدي ۹۵ او او روسي سپوتنيک ۵ واکیسين ۹۲ فیصده اغېزمن ښودلي دي. همداراز د هند کوواکسینو اغېز ۸۱ فیصده راپور شوی دی.

د امریکا جانسن اينډ جانسن واکسین چې په بيړني حالت کې یې د کارولو اجازه ورکړل شوي، د اغېز فیصدي ۷۲ ده. د برتانيا او سويډن شريکو واکسينو، اکسفورډ ـ استرازینیکا په اړه رويټرز خبري اژانس ليکلي که دوهم ډوز یې درې مياشتې پس ورکړل شي نو اغېز یې ۷۶ فیصده ته لوړېږي خو په اسرايلو کې یې اغېز ۹۲ فيصده راغلی.

د واکسينو د اغېز فیصدي په کلينيکونو کې پر خلکو د تجربې له مخې معلومېږي. په برتانيا کې د شمالي لندن د بیړنیوو روغتیايي خدماتو د څانګې مشر، ډاکټر خسرو سنګروال چې پخپله یې هم د استرازینیکا واکیسین لګولي دي وايي چې د هر واکسين اغیز د يوې سيمې د هوا حالت او د خلکو د بدني جوړښت پورې اړه لري یعنې په دې مانا چې يو واکسين په يو ملک کې ښايي ډېر ګټور او په بل ملک کې کم موثره وي.

نوموړي د مارچ په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په ځينو ځايونو کې د کورونا وایرس خپل شکل بدل کړی خو بيا هم موجود واکسین یې پر خلاف ښه اغېزه لري: ''کوم واکسین چې اوسمهال په نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو وګړو ته لګيږي هغه د کورونا وایرس پر مغز د شوو تجربو وروسته رامنځته شوي دي. په ځينو ځايونو کې لږه او په ځينو ځايونو کې ډېر اغېز لري. که وایرس ځان بدل هم کړي نو د ورغتيا د برخې ساینسدانان په ډېره اسانۍ سره واکسین نوی کولی او زر بدلولی شي.''

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر میاشت کې د چين په اوهان ښار کې راپيدا او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو. د دې وایرس په اړه شمېرې ساتونکي امريکايي‌ جان هاپکینز پوهنتون د مارچ پر څلورمه ليکلي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس وهلو شمېر له يو سل پينځلس ميليونو اوښتی دی. په دې کې د پاکستان څه باندې پينځه لکه او پينځه اتيازره وګړي هم شامل دي چې پر دې وایرس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG