د پاکستان خبريالانو وفاقي اتحاد، فيډرل يونين اف جرنلیسټس په لاهور کې تر درې ورځنۍ غونډې وروسته نن اعلان وکړ چې د حکومت پرضد به په ټول ملک کې احتجاج کوي.
د دوی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د تحريک انصاف حکومت پر مهال پر رسنيو بنديز زیات شوی او ګڼ خبريالان بې روزګاره شوي نو ځکه به دوی د اپرېل په لومړۍ اونۍ کې مظاهرې پیلوي.
د پنجاب صوبې د اطلاعاتو مشاورې، فردوس عاشق اعوان په لاهور کې د خبريالانو دې غونډې ته په وېنا کې وويل چې د بيان ازادۍ ته پوره درناوی لري او د خبريالانو حقونو ته پام کوي.