د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر ګرفتارۍ ضد مظاهرې کړي


پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر ګرفتارۍ ضد مظاهرې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ د غړي او د خپل مخکښ علي وزیر ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي. د ډېسېمبر د ۱۸مې احتجاجونو اعلان د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک په وینا کې کړی وو. د غورځنګ ملاتړیو او پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې او لاریونونه وکړل او له پولیسو یې د علي وزیر د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه. د سیند پولیس وايي، پر وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ په جلسه کې د ریاست پر ضد د وینا تور دی نو ځکه یې له پېښوره هلته انتقالوي. وزیر د پېښور پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ښار کې د ارمي پبلک سکول برید شپږم تلین په اړه تر غونډې وروسته نیولی وو. غورځنګ پر وزیر لګېدلی تور ردوي او وايي، د حقونو لپاره خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي. د احتجاجونو په اړه ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG