جماعت اسلامي په پاکستان کې د جنسي تېریو ضد احتجاج کړی
د جماعت اسلامي ښځو څانګې په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته مظاهره کړې او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې لاهور ته نژدې پر ښځه په شوي جنسي تېري کې ککړ کسان ونیسي او سزا دې ورکړي. د دوي په وینا حکومت باید د داسې پېښې د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي. په دې اړه د احمد الله او عمران يونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فېسبوک تبصرې